زیلنسکي : روسېې پوځ د نړۍ په تاریخ کې ټر ټولو د وحشي او ظالم پوځ په توګه ثبت شو

د اوکراین ولسمشر : هغه وسلې چې روسان يي کاروي که چیرې زمونږ په اختیار کې وای مونږ به دا جګړه وار د مخه ختمه کړي وای

1814913
زیلنسکي : روسېې پوځ د نړۍ په تاریخ کې ټر ټولو د وحشي او ظالم پوځ په توګه ثبت شو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل ،

"که چیرې موږ ټولو هغه وسلو ته لاس رسی درلودلی چې روسیه یې کاروي، موږ به دا جګړه وار د مخه پای ته رسولي وای او سوله به مو راوستلې وای."

ولادیمیر زیلینسکي، ولس ته په خپله ورځنۍ وینا کې، د روسیې او اوکراین جګړې په اړه چې د تیرو ۵۵ ورځو راهیسې روانه ده ارزونې وکړې. هغه وویل ،

"که موږ ټولو هغو وسلو ته لاسرسی درلودلی چې موږ ورته اړتیا لرو، هماغه وسلې چې زموږ ملګري یې لري او روسیه یې کاروي، موږ به لا دمخه دا جګړه پای ته رسولي وای او سوله به مو راوستلې وای."

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار وویل چې  چې په تجربه کې د اوکراین ډیر زیات مخکې دی، د اوکراین وسله وال ځواکونه په کلکه مقامت ته دوام ورکوي  او ټول خلک ډیر په میړانه د خپل هیواد نه  دفاع کوي.

"په دې جګړه کې به د روسیې پوځ د تل لپاره د نړۍ په تاریخ کې د نړۍ د تر ټولو وحشي او غیر انساني پوځ په توګه ثبت شي  او ولیکل شي." زیلنسکي یادونه وکړه چې د روسیې پوځ په اوکراین کې په قصدي توګه د ملکي وګړو د وژلو، د میشت ځایونو او ملکي زیربناوو د ویجاړولو او د نړیوالو کنوانسیونونو له خوا د منع شویو وسلو په ګډون د هر ډول وسلو د کارولو په ګډون هر ډول جنایت مرتکب شوي دي.

هغه یو ځل بیا د لویدیځو متحدینو نه د وسلو د مرستې غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه