د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د یو اروپايي هیواد مشر مسکو ته سفر کوي

د اتریش لومړی وزیر کارل نیهامر به نن روسیې ته د سفر سره  په پلازمېنه مسکو کې د دې هیواد  له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

1810358

نیهامر په خپل ټویټرپاڼه  کې په یوه بیان کې ټینګار کړی چې اتریش له پوځي پلوه بې طرفه دی، خو د اوکراین د جګړې په اړه روښانه او څرګند دریځ لري . هغه ویلي‌ دي‌ چې  «جګړه باید پای ته ورسېږي، بشري دهلیزونه باید پرانستل شي، اوربند باید وشي او جنګي جنایتونه باید ودرول شي.

کارل نیهمر د فبرورۍ په ۲۴ مه  د روسیې لخوا پر اوکراین د  یرغل  او ددې هیواد سره د جګړې له پیل راهیسې  لومړنی لویدیځوال مشر دی چې روسیې ته سفر کوي.

نههمر مسکو ته د خپل سفر نه مخکې  دا اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اروسولا فون دیر لاین، د اروپايي شورا رئیس چارلس میشل، د آلمان صدراعظم اولاف شولز، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي  ته د خپل سفر په اړه خبر ورکړی دی.

د نیهامر ویاند دانیل کوساک د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي چې د اتریش لومړی وزیر نیهامر به د ترکیې له لارې مسکو ته سفر وکړي. ویاند کوساک دا هم ویلي چې روسیه د اوکراین په ختیځ د لوی برید پلان لري. ویاند زیاته کړه چې دا غونډه به نن په مسکو کې ترسره شي.

پيوندونه: #اوکراین , #مسکو , #اتریش

اړوند خبرونه