اوکراین پدې هیواد کې روسي ځواکونو د اړولو ځاني او مالي تلفاتو شمیره اعلان کړه.
اوکراین : د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل نه تر ننه پورې ۱۸۹۰۰ تنه روس ځواکونه له منځه وړل شوي دي
اوکراین پدې هیواد کې روسي ځواکونو د اړولو ځاني او مالي تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ له ۲۴مې او د اپریل د ۷مې نیټو تر منځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه معلومات اعلان کړل.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې اوکرایني ځواکونو د فبروري د ۲۴ او اپریل د ۷ مو نیټو ترمنځه د روسیې د پوځ ۱۸۹۰۰ عسکر له منځه وړي، ۱۵۰ الوتکې، ۱۳۵ چورلکې، ۶۹۸ ټانکونه، ۱۸۹۱ زغره وال ګاډي، ۳۳۲ توپخانې، ۱۰۸ د راکټ لانچر سیسټمونه او د روسیې ۵۵ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړي دي.
ددې سربیره د روسي ځواکونو ۱۳۵۸ موټرې، ۷ لویې جنګي او سپکې سرعت بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۱۱۱ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړی چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک سیمو او د ماریوپول ښار د بشپړ کنټرول د نیولو لپاره د نوو یرغلیزو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
د اوکراین د لوی درستیزوالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اپرېل د شپږمې نېټې د معلوماتو له مخې، روسیې په اوکراین کې ډیر ستر ځاني تلفات لیدلي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د روسيې د پوځ له خوا د ورځې په اوږدو کې د شپږو مېشت ځايونو پر ضد ترسره شوي عمليات ناکامه شوي، د يادونې وړ ده چې اوکرايني سرتېرو د خرسون په سيمه کې د اوسوکاروکا ښارګوټي بېرته نيولي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې روسيه د اوکراين په ختيځ کې د تعرضي عملياتو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو د دونيتسک او لوهانسک سيمې او د ماريوپول ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی