امریکا متحده ایالتونو پر ترکیې د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو پلورولو ته شین څراغ ولګو.
امریکا بهرنیو چارو وزارت : پر ترکیې د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو پلورل د امریکا د ملي امنیت له ګټو سره سم دي او د ناټو د اوږدمهاله یووالي لپاره به خدمت وکړي.
امریکا متحده ایالتونو پر ترکیې د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو پلورولو ته شین څراغ ولګو.
امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې پر ترکیې د اف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو پلورل د امریکا د ملي امنیت له ګټو سره سم دي او د ناټو د اوږدمهاله یووالي لپاره به خدمت وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترکیې ته د اف ۱۶ الوتکو د پلور په اړه د امریکا کانګرس ته یو لیک استولی او ویلي یې دي چې " پر ترکیې د اف ۱۶ ډوله الوتکو پلورل د امریکا له ګټو سره سمون لري او د ناټو اوږدمهاله یووالي ته به خدمت وکړي."
په لیک کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا په منلو سره ویل شوي دي چې په له اوکراین سره د ترکیې دفاعي اړیکې "په سیمه کې د ناوړه نفوذ پر وړاندې یو مهم مخنیوی دی."
ولسمشر رجب طيب اردوغان د مارچ په لسمه نېټه د امريكا له ولسمشر جوبايډن سره په ټيلېفوني اړيكې كې وويل، هغه تمه لري چې د تركيې غوښتنه چې په كې له امريكا څخه د ۴۰ نويو الوتكو پېرودل او د اوسنيو اف ۱۶ جنګي الوتكو د عصري كولو په ګډون شامل دي، ژر تر ژره نهايي شي. هغه دا هم وویل چې د ترکیې په وړاندې د ټولو غیر عادلانه بندیزونو د لیرې کولو وخت رارسیدلی دی.
د ویلو ده چې ترکیې د تیر کال د اکټوبر په میاشت کې د امریکا څخه د ۴۰ لاکهید مارتین ساخت اف ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو او د خپلو اوسنیو الوتکو لپاره نږدې ۸۰ عصري کیټونه رانیولو غوښتنه وکړه.