زیلنسکي‌ د ترکیې نه ډیره زیاته مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ د ترکیې نه د اوکراین د امنیت تضمین ته د چمتوالي‌ د ښودولو له امله مننه وکړه.

1805421
زیلنسکي‌ د ترکیې نه ډیره زیاته مننه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ د ترکیې نه د اوکراین د امنیت تضمین ته د چمتوالي‌ د ښودولو له امله مننه وکړه.

زیلنسکي‌ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ ویدیويي پيغام کې د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل او بریدونو په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل چې له بده مرغه چې جګړه دوام لري. اوکراین د دښمن د یرغل په مقابل کې داسې مقامت وکړ چې هغوې يي فکر هم نه کولو. دښمن ګمان کولو چې د درې یا پنځو ورځو په دننه کې به ټول اوکراین اشغال کړي‌ او د خپل کنټرول لاندې به يي راولي. خو مونږ اوس هم مقامت کوو او یرغلګر دښمن پر خلاف جګړې ته دوام ورکوو.

همداشان زیلنسکي‌ وویل چې د ترکیې د ولسمشر ښاغلي‌ رجب طیب اردوغان سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې او د تیرې سې شنبې پر ورځ په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځه د ترسره شوو مخامخو مذاکراتو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

زیلنسکي‌ وویل دا چې ترکیه د اوکراین امنیت تضمینولو ته پوره چمتوالی ښودلی او په ضمانت کوونکو هیوادونو کې د ګډون لپاره پوره تیاری ښودلی دی ډیره زیاته ترینه مننه کوو.



اړوند خبرونه