چین یو ځل بیا د روسیې نه ملاتړ وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل د جي‌ شل ډله چې د نړۍ د شل ستر اقتصادونو نه جوړه او هر غړی پکې د مساوي‌ حق او حقوقو نه برښمند دی هیڅوک يي د پارچه کولو او ویشلو توان نلري.

1805590
چین یو ځل بیا د روسیې نه ملاتړ وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل د جي‌ شل ډله چې د نړۍ د شل ستر اقتصادونو نه جوړه او هر غړی پکې د مساوي‌ حق او حقوقو نه برښمند دی هیڅوک يي د پارچه کولو او ویشلو توان نلري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ د سویل ختیځې اسیا د هیوادونو د اندونیزیا، فیلیپین، تایلنډ او میانمار د بهرنیو چارو وزیرانو چین ته څلور ورځنی سفر نن پيل شو. د ویلو ده چې یادوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د مارچ د ۳۱ او اپریل د دریمې نیټو ترمنځه چین نه لیدنه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د انهويي په ایالت کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رینتو مارسودي سره لیدنه وکړه.

وانګ وویل چې پدې لیدنه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سره د جي‌ شل د ډلې په چوکاټ کې د همکاریو د کچې د لا لوړولو او  تجارت د لا زیاتولو په اړه سره موافقې ته ورسیدو.

هغه وویل چې سږ کال د جي‌ شل د ډلې کوربه توب د اندونیزیا هیواد کوي. د جي شل د ډلې سږنۍ غونډه به د اکتوبر د میاشتې په ۱۵ مه نیټه د دوو ورځو لپاره د اندونیزیا د بالي‌ په ټاپو کې جوړه شي. چین به د اندونیزیا سره ددې غونډې په جوړولو کې هر ډول مرستې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د جي‌ شل ډله باید د سیاسي‌ لوبو په یوې الې بدل نشي. ځکه چې ددې ډلې ټول غړي‌ د مساوي‌ حق او حقوقو نه برښمند دي . هیڅوک ددې ډلې د پارچه کولو او ویشلو حق نلري.

د ویلو ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په اصل کې په غیرې مستقیم توګه د جي‌ شل په ډله کې د روسیې نه د ملاتړ په خاطر دا څرګندونې وکړې.

یو زیات شمیر نړۍوال شننونکي‌ پدې اند دي‌ چې روسیه باید د جي‌ شل سازمان د غړیتوب نه وویستل شي. روسیې چې د جي‌ ۸ غړیتوب درلود په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د کریمیا په سیمه کې یرغل او دا سیمه په خپله خاوره کې د ګډولو په غبرګون کې د جي‌ ۸ ډلې نه وویستل شوه. اوس داسې ښکاري‌ چې ذږیبخد جي شل د ډلې  نه هم د ویستو لپاره هلې ځلې دوام لري. چین مخکې ددینه چې روسیه ددې ډلې نه وویستل شي‌ خبرداری ورکړ.


پيوندونه: #جي‌ شل ډله , #چین

اړوند خبرونه