اوکراین پدې هیواد کې د روسي‌ ځواکونو ځاني‌ او مالي‌ تلفاتو شمیره اعلان کړه

اوکراین  د روسیې لخوا پر دې هیواد د یرغل د پیل راهیسې په روانو نښتو او جګړه کې روس پلو ته د اوښتو ځاني‌ او مالي زیانونو شمیره اعلان کړه.

1805051

د اوکراین لوی درستیزوالۍ  د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  اتلو اوکرایني‌ ځواکونو د فبروري‌ په ۲۴ مه نیټه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل نه د مارچ تر ۳۱ مې نیټې پورې ۱۷۵۰۰ تنه روس سرتیري‌ له منځه وړي‌ دي.

همداشان پدې موده کې د روسیې اړوند ۱۳۵ جنګي‌ الوتکې ، ۱۳۱ جنګي‌ چورلکې او ۶۱۴ ټانکونه له منځه وړي‌ دي.

ددې سربیره ۱۷۳۵ زغروال نقلیه وسایط، ۳۱۱ توپونه، ۹۶ راکټ انداز دستګاوې، ۵۴ دفاعي‌ توغندیو دستګاوې، ۱۲۰۱ نور مال پوځي‌ نقلیه وسایط، ۷ جنګي‌ او ګړندۍ سپکې کښتۍ، ۷۵ د تیلو ټانکران او ۸۳ هم بې پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوي‌ دي.

پيوندونه: #جګړه , #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه