په نایجیریا کې د لاسا په نامه د تبې وبا ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۱۲۳ تنو ته لوړه شوه.
په نایجیریا کې د لاسا تبې وبا ناروغي له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده
1805021

په نایجیریا کې د لاسا په نامه د تبې وبا ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۱۲۳ تنو ته لوړه شوه.
د نایجریا د ناروغیو د کنټرول مرکز رئیس ډاکټر افیدایو ادیتیفا ویلي دي چې د جنوري د دریمې نیټې راهیسې د هیواد په ۲۳ ایالتونو کې ۶۵۹ د لاسا تبې پيښې ثبت شوي دي.
پدې موده کې ددې وبا ناروغۍ له امله ۱۲۳ تنو ژوند لاسه ورکړی دی. همداشان ۳۹۵ تنه د تداوۍ لاندې نیول شوي دي.
د نایجیریا حکومت بیا ویلي دي چې ددې وبا ناروغۍ د درملنې په موخه درې جلا جلا درمل ټاکل شوي دي.