په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځه روانو مذاکراتو د سولې په اړه هیلې او امیدونه راژوندي کړي
د استانبول مذاکراتو د سولې په اړه خوشبیني ډیرې کړي دي

په استانبول کې د اوکراین او روسیې ترمنځه روانو مذاکراتو د سولې په اړه هیلې او امیدونه راژوندي کړي دي.
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۳۵ ورځ روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف او چرنیګیف د ښارونو نه د خپل ځواکونو په ویستو پيل وکړ. د اوکراین لوی درستیزوالۍ هم دا خبر تایید کړی دی. اوکراین لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې روسي ځواکونه د پلازمینې کیف او چرنیګیف د ښارونو نه په وتو پيل کړی دی.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې د استانبول د مذاکراتو نه مثبت سیګنالونه ترلاسه شوي دي خو له بده مرغه چې روسیه اوس هم پر اوکراین بریدونو ته دوام ورکوي.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ایرینا بیا ویلي دي چې د بشري دهلیزونو د پرانیستو په خاطر يي روس پلو ته غوښتنې وړاندې کړي دي.
همداشان د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړنۍ ورځې نه وروسته وویل چې د کیف او چرنیګیف په ښارونو کې د شدت او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په خاطر د سیمو نه د په شا کیدو پيل کړی دی. خو دفاع وزارت د څرګندونو سره سره روسي ځواکونو تیره شپه د کیف اړوند په سیمو او یو زیات شمیر نورو ښارونو بریدونو ته دوام ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال ویلي دي چې د استانبول د مذاکراتو د لا بریالیتوب او متقابلې اعتماد جوړونې په خاطر په دوو ښارونو کې د جګړې او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په خاطر ځیني ګامونه اوچت کړي دي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ بیا ویلي دي چې د پلازمینې کیف او چرنیګیف د ښارونو نه
د روس ځواکونو د په شا کیدو لړۍ دوام لري. په بیان کې راغلي دي دا چې روس ځواکونو د پلازمینې کیف محاصره کولو کې ناکام شوي دي او اوس د هیواد ختیځو سیمو پر لورې خویږي. په بیان کې راغلي دي چې روس ځواکونه په دونتسک سیمې د کریمیا او ماریوپول په سیمو هوايي او د توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر زیلنسکي په استانبول کې د روانو مذاکراتو په اړه ارزونې وکړې.
زیلنسکي وویل چې مونږ د مذاکراتو په نتیجې باور لرو د روسیې پر مذاکره کوونکي ډلې نه چې پر مونږ بمونه وروي.
هغه ویلي دي چې زمونږ هیواد یو خپلواکه هیواد دی. زمونږ د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا باید تضمین شي. پدې برخه کې باید مونږ ته ضمانت راکړ شي. اوکراین د خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا په مسئلو کې چاته امتیاز ورکولی نشي.
هغه وویل چې په استانبول کې د روانو مذاکراتو نه د ډیرې ښې او مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو په اړه ځیني نښې او نښانې شتون لري خو له بده مرغه چې پر اوکراین د روسېې بریدونه اوس هم دوام لري.
اړوند خبرونه

د سومالیا په سواحلو کې یوه بله ایراني بېړۍ هم د سمندري غلو له خوا وتښتول شوه.
د سومالیا په سواحلو کې د یوې اونۍ په دننه کې دویمه ایراني کښتۍ د سمندري غلو لخوا وتښتول شوه