په نایجریا کې په جلا جلا بریدونو کې ګنشمیر کسان وژل شوي‌ دي

د نایجیریا په کادونا ایالت کې وسله والو پر یوه  مساپروړونکي اورګاډي برید کړی دی .

1803715
په نایجریا کې په جلا جلا بریدونو کې ګنشمیر کسان وژل شوي‌ دي

د نایجیریا په کادونا ایالت کې وسله والو پر یوه  مساپروړونکي اورګاډي برید کړی دی .

 

د نوموړي‌ هیواد د  ملي رسنیو د خبر له مخې ، وسله والو د کدونا ولایت په ایګابي ولسوالۍ کې د ریګاسا اورګاډي په تم ځای کې په یو مساپروړونکي‌ اورګاډي  بمي برید ترسره کړ.

 

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه برید کې په څه اندازه کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې، خو ویل شوي چې په اورګاډي کې شاوخوا ۹۷۰ تنه سپاره وو.

 

د دغه ولایت په هاین کانوا کلي کې د موټر سایکل سپرو وسله والو له لوري په ترسره شوي برید کې ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

 

له بلې خوا، د کادونا ایالت د داخلي امنیت او کورنیو چارو کمیشنر سمویل ارووان وویل چې ۱۲ تنه  هغه وسله وال برید کوونکي‌ چې د مارچ په ۲۶ د دې ولایت په هوایی ډګر برید کړی وو د ځانګړو هوايي عملیاتو په ترڅ‌ کې له منځه یوړل شول.

 

په دې وروستیو کې ددې  هېواد په ځینو ایالتونو کې د موټرسایکل سپرو  د وسله والو په بریدونو کې د زیاتوالي‌ له امله د موټرسایکل پر کارولو بندیز لګول شوی دی.

 

په ایالت کې د مارچ له ۲۰مې راهیسې د روان تاوتریخوالي له امله په ځینو سیمو کې ګرځبندیز  اعلان شوی.



اړوند خبرونه