د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف وویل چې لویدیځو هیوادونه غواړي‌ چې روسیه له منځه یوسي.

لاوروف : لویدیځې نړۍ د روسیې پر خلاف په ګډه توګه غیرې مستقیم جګړه اعلان کړې

1802033
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف وویل چې لویدیځو هیوادونه غواړي‌ چې روسیه له منځه یوسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف وویل چې لویدیځو هیوادونه غواړي‌ چې روسیه له منځه یوسي.

هغه وویل چې لویدیځو هیوادونو په ټولیزه توګه د روسیې پر خلاف غیرمستقیم د جګړې اعلان کړی دی.

هغه دا څرګندونې په پلازمینه مسکو کې جوړه شوې د ګورچاکوف  ډیپلوماتیک بڼسټ غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه وویل چې اروپايي سیاستوال نن ورځ د روسیې پر وړاندې  د هټلر په المان کې استفاده شوې د ټولیزې جګړې اصطلاح نه کار اخلي.

هغه وویل چې لویدیځوالو ټولو په ګډه د روسیې پر خلاف په غیرې مستقیمه توګه د جګړې اعلان وکړ. د هغوې اهداف پټ ندي. هغوې غواړي‌ چې د روسیې اقتصاد په کامله توګه لمنځه یوړي او غواړي‌ چې روسیه په کامله توګه ډوبه کړي.

هغوې دا خبره په ښکاره توګه وايي.

هغه وویل چې لویدیځ نشي‌ کولی چې روسیه تجرید کړي. روسیه د نړۍ په هر ګوډ کې ډیر زیات دوستان او شریکان لرو.

لاوروف زیاته کړه چې لویدیځوال د ملګروملتونو سازمان پر پریکړو د اغیزو په خاطر د پروپاګنډ نه کار اخلي.

د لویدیځ نه پرته د نړۍ هیوادونو لوی اکثریت نه غواړي‌ چې پدې یو پلوه لوبه کې ځان شامل کړي. خو دا هیوادونه هم د ډير سخت فشار لاندې قرار لري.

لاوروف وویل چې پر اوکراین د روسیې د عملیاتو یواځنی هدف پدې هیواد کې د اټومي‌ وسلو د تولید مخنیوی دی. ددې ترڅنګ پنټاګون په اوکراین کې پوځي‌ بیالوژیک پروګرام په خاطر لږ تر لږه ۳۰ لابراتورونه جوړ کړي‌ دي. دې مسئلې مونږ ټول ډیر اندیښمن کړي‌ یو.

 

 



اړوند خبرونه