زیلنسکي : د روسیې سره مذاکرات سخت او جنجالي شکل سره دوام لري
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې د روسیې سره مذاکرات ډیر سخت او جنجالي شکل سره دوام لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې د روسیې سره مذاکرات ډیر سخت او جنجالي شکل سره دوام لري.
زیلنسکي د ټولنیزې مډیا له لارې د ویدیويي پیغام په خپرولو سره د روسیې سره د روانو مذاکراتو او د اوکراین نه د ملکي وکړو د تخلیې او ددې هیواد د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.
هغې د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانو مذاکراتو په اړه ویلي دي چې " مونږ پر روسیې سولې او دې بې رحمه جګړې پایته رسولو په خاطر فشارونو ته دوام ورکوو. مذاکرات هره ورځ ترسره کیږي. دا مذاکرات ډیر ګران او کله هم ډیر جنجالي دوام کوي. مونږ ګام په ګام پرمخ روان یو."
زیلنسکي وویل چې د روانې اونۍ په دننه کې د ناټو سازمان ، جي ۷ سازمان او اروپايي ټولنې د مشرانو عالي مشریزه جوړیږي. په لوی احتمال چې پدې غونډو کې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول شي او اعلان شي.
هغه وویل چې روسي ځواکونه په دوامداره توګه په ماریوپول ښار بریدونو ته دوام ورکوي. پدې ښار کې څه باندې ۱۰۰ زره تنه بې ګناه ملکي وګړي ایسار پاتې دي. د ماریوپول نه د بشري دهلیزونو له لارې د ملکي وګړو د تخلیه کولو هڅې روانې دي خو له بده مرغه چې د روسي ځواکونو د خنډ سره مخامخ دي.
روسي ځواکونو د بشري مرستو د کتار او اوکراین د بیړنیو حالاتو د اژانس کارکوونکي برمته کړي دي.
مونږ د بشري مرستو او ترکیې د بیړنیو حالاتو د ادارې د کارکوونکو د هر څه ژر ژغورنې او ددوې د منګولو نه د خلاصولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوو.
هغه ویلي دي چې پرون د ماریوپول ښار نه ۷ زره تنه ملکي وګړي تخلیه شوي دي او هیله ده چې دا بهیر نن هم دوام وکړي.
اړوند خبرونه

په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې له مخې د قرانکریم سوځول او پرې برید کول منع شي تصویب شوه
په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې د سپېڅلو کتابونو سوځول او پرې برید کول منع کوي تصویب شوه.