په چین کې د یوې مساپروړونکې الوتکې سره چې ۱۳۳ تنه پکې سپاره دي ارتباط پرې شوی دی
په چین د یوې مساپروړونکې الوتکې سره چې ۱۳۳ تنه پکې شتون لري ارتباط پرې شوی دی.
1799005
په چین د یوې مساپروړونکې الوتکې سره چې ۱۳۳ تنه پکې شتون درلود د ګوانګشي په ایالت کې سقوط کړی دی.
د ویلو ده چې الوتکې د سقوط نه وروسته اور اخیستی دی. د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.
په الوتکه کې ۱۳۳ تنو شتون درلود خو تر اوسه پورې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
د چین د دولتي تلویزیون د خبر له مخې ددې هیواد د چینا ایسترین هوايي شرکت اړوند یوې بوینګ ۷۳۷ ډوله مساپر وړونکې الوتکې چې د کونمینګ د ښار نه د ګوانګژو پر لورې روانه وه سقوط کړی دی.
الوتکه په غرنیزه سیمه کې لویدلې ده . په سیمه کې د اورلګیدنې نه خبر ورکړ شوی دی. د ژغورنې ډلې سیمې ته لیږل شوي دي.
ددې پيښې د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
/////////////