امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د اوکراین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې
بایدن د اوکراین سره ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه.
بایدن د اوکراین سره ۸۰۰ میلیونو ډالرو پوځي مرستو په اړه حکم لاسلیک کړ.
بایدن د حکم د لاسلیکولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې اوکراین سره به د ټانک ضد ، الوتکو ضد او بې پيلوټه الوتکو په ګډون د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي.
بایدن وویل چې امریکا خلکو د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د مرستې غوښتنې ته ځواب ورکړ. د امریکا کانګرس د اوکراین سره د ۱۳ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو مرستو کڅوړه تصویب کړه.
بایدن وویل چې تیر کال په دننه کې د اوکراین سره ۶۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې وه. همداشان د مارچ په ۱۲ مه نيټه يي ددې هیواد سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.
هغه وویل دادی اوس ددې هیواد سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرسته اعلانوو.
بایدن وویل چې امریکا او متحدین يي اوکراین سره لازمو مرستو ته ژمن دي.
بایدن وویل چې " که چیرې حقیقت ووایم ، دا یو ډیره ګرانه او اوږده جګړه ده خو د روسېې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا پر ملکي وګړو او د ټولو اخلاقي ارزښتونو پر خلاف د بریدونو په مقابل کې به امریکا خلک د اوکراین سره مرستو ته دوام وکړي او ددې هیواد نه به تل قوي ملاتړ وکړي.
بایدن وویل چې امریکا د اوکراین سره بشري مرستې هم ډیرې کړي دي. یواځې د یوې اونۍ په دننه کې مو اوکراین او ګاونډیو هیوادونو کې اوکرایني کډوالو سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرستې کړي دي.
د بله پلوه سپینې ماڼۍ د اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرستو جزیات خپاره کړل.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرستې د کڅورې په چوکاټ کې به دې هیواد ته ۸۰۰ ستنګر د الوتکو ضد توغندي، ۲۰۰۰ جاولین د ټانک ضد توغندي، ۱۰۰۰ عدده د ټانک ضد خفیفه وسله او ۶۰۰۰ ای ټي ۴ ضد د ټانک سیستم ورکړ شي.
همداشان ددې مرستو په چوکاټ کې به اوکراین سره ۱۰۰ بې پيلوټه الوتکې هم ولیږل شي.
ددې سربیره اوکراین ته به ۱۰۰ عدده د لاسي بمونو د انداخت سیستم، ۵۰۰۰ ټوپکې، ۱۰۰۰ تبانجې، ۴۰۰ ماشیندارې، ۴۰۰ ښکاري ټوپکې، ۲۰ میلیونه مرمۍ ، ۲۵۰۰۰ د مرمۍ ضد واسکټونه او ۲۵۰۰۰ د مرمۍ ضد خولۍ اوکراین سره مرسته وشي.
دا مرستې په په پخپله د امریکا د دفاع وزارت لخوا اوکراین ته وسپارل شي.