جاپان یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.
د جاپان په شمال ختیځ کې د توهوکو په سیمه کې پرون د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره ډیره زوروره زلزله رامنځته شوه.
جاپان یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.
د جاپان په شمال ختیځ کې د توهوکو په سیمه کې پرون د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره ډیره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د جاپاني مقاماتو په وینا پدې پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د جاپان د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې تیره شپه د جاپان په شمال ختیځ کې د میاګي او فوکوشیما ایالتونو په سواحلو کې په ځايي وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۳۶ دقیقو د ۷ عشاریه ۴ په شدت سره زوروه زلزله رامنځته شوې ده .
زلزله د مځکې لاندې په ۶۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د جاپان د هوا پیژندنې ادارې د زلزلې نه وروسته د توسونامي خبرداری ورکړ. د خبرداري نه وروسته د یو نیم ساعت په څیر په وخت کې د سمندر څپې تر سواحلو راورسیدې.
د جاپان لومړي وزیر د پيښې په اړه د عاجلې مداخلې مرکز جوړ کړ.
د جاپان د اور وژنې او ناورین اژانس ویلي دي چې د زلزلې په نتیجه کې په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو اړوند اداراتو ته د زلزلې له امله د رامنځته شوو مالي تلفاتو د تثبت امر کړی.
د جاپان د پلازمینې توکیو او توهوکو د ښارونو د برښنا شرکتونو ویلي دي چې د زلزلې نه وروسته په ۹ ایالتونو کې ۲ عشاریه ۲ میلیونو کورونو باندې په موقتي توګه برښنا پرې شوې وه.
د جاپان د اټومي انرژۍ ادارې ویلي دي چې زلزلې په فوکوشیما کې د اټومي انرژۍ بټۍ ته کوم زیان ندی رسولی .
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.