په ترکمنستان کې د مارچ په ۱۲ مه نيټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې.
سردار بیردي محمدوف د ترکمنستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو
په ترکمنستان کې د مارچ په ۱۲ مه نيټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې.
د اعلان شوو پایلو له مخې سردار بیردي محمدوف د ۷۲ عشاریه ۹۷ رایو په ترلاسه کولو سره د ترکمنستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ترکمنستان د ټاکنو مرکزي کمیسیون د مارچ په ۱۲ مه نيټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو مرکزي کمیسیون ویلي دي چې ټاکنې د ډیموکراتیکو اصولو ، نړۍوالو او ملي قوانینو سره سم په ډیره ازاده فضا کې ترسره شوې.
په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۹۷ عشاریه ۱۲ سلنه وه. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۹ تنو نوماندانو ترمنځه سیالي وشوه.
په نوماندانو کې سردار بیردي محمدوف د ۷۲ عشاریه ۹۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
همداشان د نورو نوماندانو نه خضر نونایف ۱۱ عشاریه صفر ۹ سلنه ، اغاجان بیګمرادوف ۷ عشاریه ۲۲ سلنه او بیرديمامت قربانوف ۲ عشاریه ۲۲ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د ویلو ده چې د ترکمنستان ولسمشر قرباني قلي بیردي محمدوف به د مارچ په ۱۹ مه نیټه نوي ولسمشر ته واک وسپاري.
د ویلو ده چې سردار بیردي محمدوف د ترکمنستان د موجود ولسمشر قربان قلي بیردي محمد زوی دی.
سردار بیردي محمدوف د ۱۹۸۱ میلادي کال د سپټمبر په ۲۲ مه نيټه د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې زیږیدلی دی. هغه ابتدایه ، متوسطه او د لیسې زده کړې په عشق آباد کې سرته رسولي دي. همداشان هغه لوړې زده کړې د ترکمن کرنې په پوهنتون کې د کرنې د انجینیرۍ په پوهنځي کې پایته رسولي دي.
هغه په ۲۰۰۸ کال کې د پوهنتون نه د فارغیدو نه وروسته د دولت په یو زیات شمیر اداراتو کې دنده اجرا کړه .
همداشان وروسته روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ډیپلوماتیک اکاډمۍ کې د نړۍوالو اړیکو په برخه کې زده کړې وکړې او ددینه وروسته په جینیوا کې د اروپا د امنیت په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.
هغه د عادي ماموریت نه نیولې تر ریاست، ښاروالۍ، بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د وزیرانو شورا د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.