د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي.
جرمني د امریکا نه د اف ۳۵ جنګي الوتکو د رانیولو پریکړه وکړه
د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل یو زیات شمیر اروپايي هیوادونه د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي.
جرمني د هیواد د وسله والو ځواکونو د وسلو او ځواکمنتیا په پروګرام کې د قوي بدلون په راوستولو سره د امریکا متحده ایالتونو نه د نړۍ د پرمختللو پنځم نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د رانیولو پریکړه وکړه.
جرمني ویلي دي چې د امریکا نه به ۳۰ پنځم نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې وپيري.
برلین ویلي دي چې اف ۳۵ دوله جنګي الوتکې به د تورنادو جنګي الوتکو ځای ونیسي. د ویلو ده چې د جرمني وسله وال ځواکونه دم ګړۍ د ترونادو جنګي الوتکو په اختیار کې لري. د ویلو ده چې تورنادو د امریکا د اټومي بم انتقالوونکې یواځنۍ الماني جیټ الوتکې دي . د بله پلوه جرمني ویلي دي چې ددوې هوايي ځواکونو د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د تورنادو الوتکو ته الوتنه نده ورکړې.
د ویلو ده چې جرمني د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د اوکراین په پولو کې د څه باندې ۱۵۰ زرو ځواکونو د ځای په ځای کولو پر مهال د اوکراین سره د درندو وسلو د مرستې نه ډډه کوله.
د برلین حکومت د لویدیځې نړۍ او ناټو د سختو نیوکو په ځواب کې وویل چې جرمني په دویمه نړۍواله جګړه کې د ډیر بد رول د لوبولو له امله د وسلو د مرستې کولو نه ډډه کوي.
خو کله چې پوتین د فبروري په ۲۴ مه نیټه په اوکراین یرغل وکړ او د دې هیواد د اشغال امر يي وکړ جرمني په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړه.
د برلین حکومت په رسمي توګه اعلان وکړ چې اوکراین سره به د وسلو مرسته وکړي.
همداشان دې هیواد د خپل وسله وال پوځ د مدرنیزو او لا قوي کولو په خاطر سل میلیارده ایرو بودیجه ځانګړې کړه.
د جرمني لومړي وزیر اولف شولز وویل چې ددینه رووسته به هر کال د هیواد ناخالصو عوایدو ۲ سلنه په دفاعي صنایعو پانګه اچونه وکړي.
جرمني د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۹ مه ورځ د ناټو په سازمان کې د خپل متحد امریکا نه د ۳۰ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پیریدو پریکړه اعلان کړه.
د جرمني د حکومت دا پریکړه د نړۍ د رسنیو لخوا د وروستي خبر په توګه نشر شو.
برلین ویلي دي چې اف ۳۵ دوله جنګي الوتکې به د تورنادو جنګي الوتکو ځای ونیسي. د ویلو ده چې د جرمني وسله وال ځواکونه دم ګړۍ د ترونادو جنګي الوتکو په اختیار کې لري. د ویلو ده چې تورنادو د امریکا د اټومي بم انتقالوونکې یواځنۍ الماني جیټ الوتکې دي .
جرمني ویلي دي په پام کې لري چې پړاو په پړاو د ۲۰۲۵ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځه تورنادو جنګي الوتکې په رسمي توګه د فعالیت نه وغورځوي.