روسیې په اوکراین پولنډ پولې ته نږدې پر نړۍوالې پوځي هډې خونړي بریدونه کړي
روسیې په اوکراین د یرغل په اتلسمه ورځ ددې هیواد په سویل کې د ( لویو ) په ښار کې د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوالې پوځي هډې توغندیز بریدونه وکړل.
روسیې په اوکراین د یرغل په اتلسمه ورځ ددې هیواد په سویل کې د ( لویو ) په ښار کې د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوالې پوځي هډې توغندیز بریدونه وکړل.
ویل کیږي روسیې پدې مرکز د لسګونو توغندیو سره برید کړی دی.
د لویو د ښار ښاروالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې یرغلګرو ځواکونو دا ځل د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوال مرکز د توغندیو بریدونه وکړل.
په بیان کې راغلي دي چې پدې مرکز ګنشمیر توغندي لګیدلي دي. ویل کیږي دا پوځي هډه د پولنډ د پولې په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د لویو د ښار مقاماتو ویلي دي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې د پولنډ سره په پوله کې د اوکراین د لویو په ښار کې نن د سهار په ساعتونو کې ګنشمیر چاودنې رامنځته شوې .
د ویلو ده چې پدې برید کې ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د اوکراین لوی څارنوالۍ ویلي دي چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل د ورځې راهیسې د مارچ تر ۱۳ مې نیټې پورې لږ تر لږه ۸۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
به بیان کې راغلي دي چې په اوکراین کې تر ټولو ډیر ماشومان په پلازمینې کیف ، خارکیف، دونتسک، سومي، خرسون، مایکولیف او جیتورمیر په ښارونو کې ژوند د لاسه ورکړی او اغیزمند شوي دي .
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.