اوکراین دفاع وزارت د روسي ځواکونو سره په جګړه کې نیول شوی په اوکراین کې د عملیات پلان خپور کړ
د اوکراین د دفاع وزارت په روانو نښتو کې د روسي ځواکونو نه نیولی په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو پټ پلان خپور کړ.
د اوکراین د دفاع وزارت په روانو نښتو کې د روسي ځواکونو نه نیولی په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو پټ پلان خپور کړ.
پدې پلان کې روسیې پر اوکراین د پوځي عملیاتو د پيلولو نیټه د فبروري د میاشتې ۲۰ او د عملیاتو د پایته رسولو نیټه بیا د مارچ شپږمه نیټه ټاکلې ده .
په پلان کې د عملیاتو د تایید نیټه د جنوري ۱۸ مه نيټه ښودل شوې ده .
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په اتمه ورځ د اوکراین د دفاع وزارت په نښتو کې د روسي ځواکونو سره نیولی په اوکراین کې د روسي ځواکونو د عملیاتو پټ پلان خپور کړ.
اوکراین دفاع وزارت ویلي دي چې په نښتو کې د روسي ځواکونو نه د عملیاتو د پلان سربیره د پرسونل لست ، په ارتباطاتو کې کاریدونکي شفرونو لست او د کنټرول پټې تابلوګانې نیولي دي.
د اوکراین دفاع وزارت ویلي دي چې پر اوکراین د یرغل امر د ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۸ مه نیټه لاسلیک شوی دی.
همداشان د اوکراین د اشغال لپاره ۱۵ ورځې وخت ټاکل شوی دی. د عملیاتو د پيل نیټه د فبروري شلمه او د ختمیدو نیټه د مارچ شپږمه نیټه ښودل شوې ده .
د بله پلوه داسې ادعاءګانې شتون لري چې چین د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه خبردار وو.
حتا چین روسیې نه د بیجینګ د ژمنیزو اولمپیاتو د پایته رسیدو تر نیټې پورې د صبر کولو غوښتنه کړې وه.
چین بیا دا ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي او ویلي دي چې دا ټولې بې بڼسټه ادعاګانې دي او حقیقت نلري.