اوکراین د روسي‌ ځواکونو د تلفاتو شمیره اعلان کړه

د اوکراین لوی درستیزوالۍ د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيل راهیسې  په روانه جګړه کې روسیې ته د اړولو ځاني‌ او مالي‌ تلفاتو ارقام اعلان کړل.

1787641
اوکراین د روسي‌ ځواکونو د تلفاتو شمیره اعلان کړه

د اوکراین لوی درستیزوالۍ د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيل راهیسې  په روانه جګړه کې روسیې ته د اړولو ځاني‌ او مالي‌ تلفاتو ارقام اعلان کړل.

د اوکراین لوی درستیزوالۍ  ویلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې ۵۷۱۰ تنه روسي پوځیان  وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو ډیر اسیر نیول شوي‌ دي.

همداشان اوکرایني‌ ځواکونو د روسیې اړوند  ۲۹ جنګي‌‌ الوتکې، ۲۹ جنګي‌‌ چورلکې، ۸۴۶ زغروالې موټرې ، ۱۹۸ ټانکونه ، ۲ کښتۍ او ۷۷ توپونه له منځه وړي‌‌ دي.

د یادولو وړ ده چې روسیې هم په اوکراین کې خپل ځاني‌ تلفات منلي دي‌ خو شمیره يي ورته نده اعلان کړې.

د بله پلوه د روسیې اړوند د چیچن خپلواکه جمهوریت ولسمشر هم په اوکراین کې چیچیني‌ سرتیرو ته چې د روسیې پر ملاتړ جنګیږي‌ د مرګ ژوبلې د اوښتې نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه