امریکا د روسیې د ۱۲ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله په نړۍواله کچه سخت غبرګونونه دوام لري
امریکا د روسیې د ۱۲ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمې استازي واسیلي نبیزیا وویل چې امریکا د روسیې ۱۲ تنو ډیپلوماټانو ته د امریکا نه د وتو په خاطر د مارچ تر ۷ مې نیټې مهلت ټاکلی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي هم ددې خبرې پخلی وکړ.
په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبیزیا ، د ملګروملتونو سازمان په عمومي مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې امریکا د روسیې ۱۲ تنه ډیپلوماټانو نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان کړي او د امریکا د خاورې نه د وتو په خاطر ورته د مارچ تر ۷ نیټې مهلت ورکړی دی.
هغه وویل چې دا ډیپلوماټان په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي استازولۍ ډیپلوماټان دي.
هغه زیاته کړه چې " دا زمونږ انتخاب ندی ، دا لړۍ مونږ نده پیل کړې خو ګمان کوم چې بې ځوابه به پاتې نشي ."
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي بیا د روس ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په اړه وویل " په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې په استازولۍ کې کار کوونکي دا ۱۲ تنه روس ډیپلوماټان د استخباراتو پرسونل دي " چې ددې له امله د امریکا د خاورې نه شړل کیږي.
په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویلي دي چې د امریکا دا پریکړه د ملګروملتونو سازمان او امریکا ترمنځه د کوربتوب په اړه د تړون د حکمونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
هغه د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه به د اوکراین په جګړه کې د اټومي وسلې نه استفاده وکړي ؟ داسې وویل ، " پدې برخه کې زه د ولسمشر پوتین د څرګندونو تکرارول غواړم. څه چې هغه ویلي هغه تاسې ته ویلی شم. هر کله چې د اوکراین د خلع سلاح کولو په برخه کې ګام اوچت شو د هماغې شیبې نه به روسیه هم پدې برخه کې ګام اوچت کړي او اټومي وسلو تیارسئ به پایته ورسوي. "
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی