د روسیې او اوکراین ترمنځه مذاکرات پریکړه
د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي ډلې د اوکراین او بیلاروس په پوله کې د پریپیت سیمې ته رسیدلي دي.

د روسیې او اوکراین مذاکره کوونکي ډلې د اوکراین او بیلاروس په پوله کې د پریپیت سیمې ته رسیدلي دي.
د ویلو ده چې روسیې په اوکراین د یرغل په څلورمه ورځ اوکراین سره پرته د قید او شرط نه مذاکراتو ته چمتوالی وښود.
د روسیې مذاکراتي ډلې مشر ویلي دي چې تمه لري چې اوکراین سره هر څه ژر د یوې حل لارې پر سر تفاهم ته ورسیږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي تیره ورځ وویل چې د بیلاروس نه د اوکرایني مذاکره کوونکي هیئت د امنیت په اړه د ضمانت د اخیستو نه وروسته دا هیئت د مذاکراتو په خاطر سیمې ته واستول شو.
د ویلو ده چې تمه کیده چې دا مذاکرات پرون د یکشنبې په ورځ ترسره شي خو اوکراین مذاکره کوونکي هیئت سیمې د رسیدو په خاطر د بعضو خنډو له امله وځنډول شو.
دا مذاکرات نن دوشنبه د روسیې په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجې پيلیږي.
د بله پلوه بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت نن د مذاکراتو د سالون د عکس په خپرولو سره ویلي دي چې د مذاکراتو لپاره هر څه چمتو دي . صالون د مذاکره کوونکو ډلو کوربه توب ته چمتو دی.
د بله پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر روسیه پرته د قید او شرط نه مذاکراتو ته غاړې ایښودو نه د یو ستر بري په توګه یادونه کړې ده .
هغه ویلي دي پوتین چې په هیڅډول مذاکراتو غاړه نه ایښوده پرته د قید او شرط نه مذاکراتو ته غاړه کیښوده چې دا د اوکراین لپاره ستر بری دی.
همداشان ترکیې د اوکراین او روسیې لخوا د مذاکراتو د پریکړې نه تود هر کلی کړی دی.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې مونږ د اوکراین او روسیې ترمنځه د مذاکراتو د پریکړې نه تود هر کلی کوو.
همداشان د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د روسیې او اوکراین ترمنځه د مذاکراتو نه د ډیرې مهمې پریکړې په توګه یادونه وکړه.
ترکیه ددې بهیر سره هر ډول مرستې ته اماده ده.
هغه ویلي دي چې په یو خپلواک هیواد یرغل او اشغال په هیڅډول د منلو وړ خبره نده دا په ښکاره توګه د ټولو نړۍوالو حقوقو نه سرغړونه ده.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ ترکیه ددې ناحقه او د ټولو حقوقو سره په ټکر کې د جګړې د ختمولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د همدې امله د دواړو خواوو ترمنځه دا مذاکرات ډیر مهم دي. ترکیه ددې بهیر سره هر ډول مرستې ته چمتو ده. ترکیه په اوکراین کې روان بشري تراژیدي د مخنیوي په خاطر د خپلو ټول توان سره سیمې ته د بشري مرستو لیږولو ته دوام ورکوي.