امریکا او اروپا د روسیې پر خلاف پر اوکراین د یرغل له امله د لا سخت بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.

امریکا او اروپايي ټولنه بالاخره د روسیې بعضې بانکونه د سویفټ د نړۍوال بانکي‌ سیستم نه د ویستو پریکړه وکړه.

1786183
امریکا او اروپا د روسیې پر خلاف پر اوکراین د یرغل له امله د لا سخت بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.

امریکا او اروپا د روسیې پر خلاف پر اوکراین د یرغل له امله د لا سخت بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.

امریکا او اروپايي ټولنه بالاخره د روسیې بعضې بانکونه د سویفټ د نړۍوال بانکي‌ سیستم نه د ویستو پریکړه وکړه.

اروپايي ټولنه، امریکا، انګلستان، جرمني، فرانسه، ایټالیا او کاناډا د روسیې پر خلاف د نورو قوي‌ اقتصادي‌ بندیزونو په اړه سره په توافق ورسیدل.

نوموړو پر روسیې د نوو اقتصادي‌ بندیزونو د لګولو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا  په یو خپلواک هیواد یرغل  او جګړې انتخاب په کلکه توګه غندل شوی دی.

په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې ناټو او اروپايي ټولنه د روسیې د اشغال په مقابل کې په ډیره میړانه توګه مقامت کوونکي‌ د اوکراین د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دي‌ او قوي‌ ملاتړ ترینه کوي.

روسیې ددې یرغل سره ټول نړۍوال حقوق ، قواعد او نورمونه د خپو لاندې کړي‌ دي.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د روسیې د ولسمشر پوتین نه به ددې یرغل حساب وپوښتل شي . پوتین به په یو ستراتیژیک ناکامۍ محکوم کړو.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د اوکراین سره پدې مبارزه کې د مرستې په خاطر تیره اونۍ ډیرې زیاتې ډیپلوماتیکي‌ هلې ځلې کړي‌ او په عینې وخت کې په اوکراین د یرغل د پلان په طرحه کوونکو ولسمشر پوتین په ګډون د روسیې پر مهمو اداراتو، بانکونو او اشخاصو بندیزونه لګول شوي‌ دي.

په بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې په نړۍوال کچه د روسیې لا زیات منزوي‌ کولو ته ژمن یو او پدې اړه به ډیر قوي‌ ګامونه اوچت شي.

پر روسیې د نوو بندیزونو په چوکاټ کې لومړی ددې هیواد ځیني‌ بانکونه د سویفټ د نړۍوال بانکي‌ سیستم نه د ویستو پریکړه وشوه. ددې ګام نه موخه د نړۍوال مالي‌ سیستم سره د روسي‌ بانکونو اړیکې پرې کول او په نړۍوال کچه د هغوې د فعالیتونو مخنیوی دی.

په بیان کې زیاته شوې ده چې "  مونږ ژمن یو چې داسې تدابیر ونیسو چې د روسیې مرکزي‌ بانک د خپلو نړۍوالو زیرمو نه په استفادې سره ونکولی شي‌ چې پر هغوې د لګیدولو بندیزونو اغیزې کمې کړي. همداشان ددې سربیره په هغه اشخاصو، سازمانونو، اداراتو چې د اوکراین په جګړه کې نقش درلود یا لري‌ ډیر قوي‌ بندیزونه ولګو. همداشان نړۍوال مالي‌ سیستمونو ته د روس شتمنو د لاس رسي‌ مخه به ونیول شي."



اړوند خبرونه