اوکراین : د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیلیدو نه راپدیخوا ۳۵۰۰ تنه روس سرتیري وژلي دي
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په دریمه ورځ هم د پلازمینې کیف په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو هوايي او د توغندیو بریدونه دوام لري.

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په دریمه ورځ هم د پلازمینې کیف په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو هوايي او د توغندیو بریدونه دوام لري.
د اوکرایني مقاماتو په وینا روس ځواکونو تیره شپه د اوکراین په پلازمینه کیف کې په ځینو پوځي مرکزونو بریدونه وکړل چې په شا وتنبول شول.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د روسیې لخوا د هغه د نیول کیدو او یا وژلو د مخنیوي په خاطر د کیف نه د ویستو په اړه د امریکا وړاندیز رد کړ.
د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه کیف کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان په خپرولو سره په تیرو درې ورځو کې د وژلو روس ځواکونو شمیره اعلان کړه.
په بیان کې راغلي دي چې په اوکراین د روسیې د یرغل د پيلیدو نه راپدیخوا په جګړو کې تر ۳۵۰۰ تنو ډیر روس سرتیري وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو ډیر د اوکرایني ځواکونو لخوا اسیر نیول شوي دي.
همداشان د اوکراین لوی درستیزوالۍ بیا د روسیې اړوند د درې نورو الوتکو او یوې چورلکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې دوه سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکې، یوه ستره ټرانسپورتي الوتکه چې روس ځواکونه يي انتقالول او یوه هم چورلکه ویشتلي او رانسکورې کړي دي.