د اوکراین ولسمشر : روس یرغلګرو ځواکونو د چرنوبیل د اټومي بټۍ د نیولو هڅې پيل کړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي وویل چې روس یرغلګرو ځواکونو د اوکراین د چرنوبیل د اټومي بټۍ د نیولو هڅې پيل کړي دي.
1784774
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي وویل چې روس یرغلګرو ځواکونو د اوکراین د چرنوبیل د اټومي بټۍ د نیولو هڅې پيل کړي دي.
د زیلانسکي د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې روس یرغلګرو ځواکونو په چرنوبیل ښار کې د اټومي بټۍ د نیولو هڅې پیل کړي دي چې اوکرایني مدافعین يي د خپل سر په په بدل مخنیوی کوي.
اوکراین نه غواړي چې پدې سیمه کې یو ځل بیا د ۱۹۸۶ کال تراژیدي تکرار شي.
د بله پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی دی چې په اوکراین د روسیې برید کیدای شي چې د یو بل ایکولوژیکي ناورین لامل وګرځي.
هغه ویلي دي که چیرې روسیه پر اوکراین بریدونو ته دوام ورکړي دا ځل بیا ۲۰۲۲ کال چرنوبیل پيښه رامنځته شي.
هغه وویل د روسیې لخوا پر اوکراین برید په اصل کې د ټولې اروپا پر وړاندې د جګړې اعلان دی.