د کاناډا په ختیځو سواحلو کې د نیو فونډ لانډ کې د اسپانیوي کب نیوونکو یوه کښتۍ دوبه شوه.
د کاناډا په ختیځو سواحلو کې د اسپانیوي کښتۍ د ډوبیدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د کاناډا په ختیځو سواحلو کې د نیو فونډ لانډ کې د اسپانیوي کب نیوونکو یوه کښتۍ دوبه شوه.
د اسپانیا د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو ویلي دي چې ددې هیواد د کب نیوونکو یوه کښتۍ د کاناډا به ختیځو سواحلو کې د نیو فونډ لانډ په ۴۵۰ کیلو مترۍ کې د ډیرو سترو سمندري څپو په نتیجه کې په سمندر کې ډوبه شوې ده .
پدې کښتۍ کې ۲۴ تنو شتون درلود. د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته سیمې ته د ژغورنې ډلې واستول شوې. د ژغورنې پدې عملیاتو کې الوتکو او کښتیو ګډون کړی دی. د هوا او سمندر له لارې پلتنې چارې دوام لري.
د ویلو ده چې د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د ۷ تنو مړي موندل شوي او ۱۴ تنه لا درکه شوي دي.
د لا درکه کسانو د موندولو په موخه پراخه عملیات دوام لري. د اسپانیا د سواحلو د امنیت ادارې ویلي دي چې د الوتکې د ډوبیدو نه مخکې د بیړني حالت په اړه راپور ترلاسه کړ. څو ځله د کښتۍ سره د ارتباط نیولو هڅه وکړه خو بریالي نشو.
ویل کیږي پدې ۵۰ متره کښتۍ کې ۱۶ تنو اسپانیوي، ۵ تنو د پیرو او ۳ تنو هم د ګانا د هیواد وګړو شتون درلود.
د ژغورنې او پلټنو په عملیاتو کې د اسپانیا دوو چورلکو او یوې الوتکې او د کاناډا هیواد اړوند دوو کښتیو سربیره د اسپانیا او پرتګال کب نیوونکو کښتیو ګډون کړی دی.