بایدن یو ځل بیا روسیه وګواښله

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د اوکراین په پولو کې ځای په ځای شوي  روسي ځواکونه  خپلو هډو ته د ستنیدو په اړه خبر تر اوسه پورې تایید شوی ندی.

1779436
بایدن یو ځل بیا روسیه وګواښله

 د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن وویل چې د اوکراین په پولو کې ځای په ځای شوي  روسي ځواکونه  خپلو هډو ته د ستنیدو په اړه خبر تر اوسه پورې تایید شوی ندی.

جو بایدن په سپینه ماڼۍ کې جوړې شوې خبري غونډه کې  د اوکراین د روان بحران د وروستیو پرمختګونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه یو ځل بیا روسیې ته خبرداری ورکړ چې پر اوکراین د برید په صورت کې به د ډیر سخت ځواب سره مخامخ شي.

هغه وویل چې د اوکراین د روان بحران د حل په خاطر باید ډیپلوماسۍ ته هر ډول چانس ورکړ شي. د سیاسي  او سوله ایزو لارو څخه ددې ستونزې د حل هڅه وشي.

بایدن زیاته کړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان بحران د پیل راهیسې امریکا غوڅ دریځ خپل کړی دی.

هغه وویل " امریکا هر ډول وضعیت ته پوره چمتوالی لري. په اروپا کې د سولې او استقرار د ټینګښت په موخه مونږ او زمونږ متحدین د روسیې سره هر ډول ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته چمتو دي. ددې ترڅنګ د روسیې لخوا پر اوکراین د برید په صورت کې سمدلاسه سخت ځواب ورکولو ته هم چمتو یو. چې د روسیې لخوا پر اوکراین برید اوس هم یو قوي  احتمال دی. "

بایدن د روسیې د دفاع وزارت هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې د اوکراین په پوله کې ځای په ځای شوي  ځیني  ځواکونو په تطبیقاتو کې د ماموریت د پایته رسیدو نه وروسته خپلو هډو ته په ستنیدو پیل کړی دی وویل ، دا یو ډیر ښه خبر دی خو دا چې روسي ځواکونه خپلو هډو ته ستانه شوي  ندي  دا خبر زمونږ لخوا تر اوسه پورې تایید شوی ندی. زمونږ متخصصین اوس هم پدې نظر دي  چې د روسیې لخوا اوکراین ته مخامخ تهدید له منځه ندی تللی.

هغه وویل چې روسیه دم ګړۍ هم په بیلاروس کې د اوکراین سره په پوله کې ۱۵۰ زره تنه سرتیري لري.

مونږ نه غواړو چې خپل اساسي پرنسیبونه قرباني کړو. هر ملت  د خپلې خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا نه د دفاع حق لري خو بیا د ډیپلوماسۍ او روان تاوتریخوالي  د کمولو په خاطر کافي ځای شتون لري.

بایدن ددې خبرې په ټینګار وویل چې ناټو او اوکراین هیڅوخت د روسیې پر وړاندې تهدید ندی، مونږ د روسیې استقرار د خرابولو په لټه کې نه یو. په روسانو غږ کوو چې تاسې زمونږ دښمنان نه یاست. زه پوره باور لرم چې تاسې هم د اوکراین سره د خونړۍ جګړې پلوي نه یاست. ځکه چې دا دوه هیوادونه ډیر ژور تاریخي  او کولتوري  اړیکې او ريښې لري.

بایدن وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین برید به ناحقه او بې معنا جګړه پیل کړي.

که چیرې روسیه اوکراین اشغال کړي  د انساني  پلوه به اوکراین د یو ستر ناورین او تراژیدۍ سره مخامخ شي.

ټوله نړۍ به د روسیې دا بریدونه په کلکه توګه وغندي او ټوله نړۍ به دا خبره هیره نکړي  چې ددې ټولو وژنو او ورانیو یواځنی مسئول روسیه دی.

بایدن وویل چې د روسيې لخوا  د اوکراین د اشغالولو په صورت کې به پدې هیواد داسې بندیزونه ولګوي  چې ددینه مخکې به يي کله هم ساری لیدل شوی نوي.

همداشان د روسیې نه جرمني ته د ګازو انتقالوونکې شمالي جریان دویمه نللیکې ته که راشو ، د روسیې لخوا د اوکراین د اشغالولو په صورت کې به ددې نللیکې د ګازو جریان درول شي.

بایدن وویل چې امریکا به اوکراین ته خپل ځواکونه ونه لیږي  خو د ناټو سازمان د متحدینو نه به هر ډول ملاتړ وکړي.

د روسیې لخوا په اوچتیدونکو ګامونو کې به د مرحمت نه کار وانخو. کیدای شي  چې د انرژۍ په بیه تاثیرات وکړي. پدې مسئله کې به د انرژۍ د تولیدونکو سره صادرونکو سره همغږي  وکړو.

هغه وویل چې امریکا د روسیې سره په مخامخه توګه جګړه نه غواړي خو که چیرې په اوکراین کې پر امریکایانو برید وشي  ډیر سخت ځواب به ورکړو. که چیرې روسیه زمونږ په شرکتونو او  پر مهمو بڼسټونو په څیر په ځایونو  او یا زمونږ پر متحدینو سایبري  بریدونه وکړي  ډیر سخت ځواب به ورکړو.



اړوند خبرونه