اروپايي ټولنه : د یونان په پولو کې د یخ وهلو له امله د ۱۹ تنو ګډوالو د وژل کیدو پيښه باید وڅیړل شي

اروپايي ټولنې د ترکیې او یونان په پوله کې  د یخ وهلو په نتیجه کې وژل شوو ۱۹ کډوالو د پیښې د څیړولو غوښتنه وکړه.

1773445
اروپايي ټولنه : د یونان په پولو کې د یخ وهلو له امله د ۱۹ تنو ګډوالو د وژل کیدو پيښه باید وڅیړل شي

اروپايي ټولنې د ترکیې او یونان په پوله کې  د یخ وهلو په نتیجه کې وژل شوو ۱۹ کډوالو د پیښې د څیړولو غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون د کورنیو چارو مسئولې غړې  یلوا یوهانسون  وویل چې د ترکیې او یونان په پولو کې د ۱۹ تنو کډوالو چې د یخ وهلو په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی دی  پيښه باید وڅيړل شي.

یوهانسون د اروپايي‌ ټولنې د عدالت او کورنیو چارو د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبري‌ غونډې پوښتنې ځواب کړې. هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  تاسې د یونان د وزیرانو سره لیدنه وکړه  ،  د یونان په پوله کې د ۱۹ تنو کډوالو د یخ له امله د وژل کیدو د پيښې په اړه څه ویل غواړۍ؟ داسې وویل، د یخ وهلو له امله د کډوالو مرګ یو ډیر وحشتناک او ډارونکې پيښه ده.

ددې پیښې په اړه لږ ډیر معلومات په لاس کې لرو. دا ډول پیښه باید هیڅکله هم نوی رامنځته شوي. په لوی احتمال سره چې دې کډوالو اروپايي ټولنې ته د داخلیدو د هڅې پر مهال ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې مسئلې په اړه مو د یونان  د وزیر سره خبرې وکړې. د هغه نه مې ددې پيښې په اړه معلومات لري‌‌ او که نه پوښتنه وکړه. ډیر لږ معلومات يي درلودل. د همدې امله دا پيښه باید وپلټل شي‌‌ او وڅیړل شي. ددې پيښې په اړه باید لا زیات معلومات ترلاسه کړو.

یوهانسون وویل چې دې وروستۍ پيښې یو ځل بیا د کډوالۍ او پناه په برخه کې د اروپايي ټولنې لپاره د یو هر اړخیزو سیاست د جوړولو اهمیت په ډاګه کړ.

هغې د اروپایي ټولنې ارزښتونو ته په اشارې سره وویل " هو د خپلو پولو نه باید محافظت وکړو او ناقانونه کډوالۍ باید مخنیوی وکړو خو دا کار باید د خپلو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره سم وکړو. د پناه د وړاندیز حقونه باید محافظه کړو. ځکه چې ډیر زیات انسانان ژوند د لاسه ورکوي.

هغې وویل چې ددې وروستۍ پیښې سربیره پدې وروستیو کې مونږ د یو زیات شمیر نورو پيښو شاهدي‌ وکړه. په مدیترانه  او اتلانتیک کې یو زیات شمیر کسان چې اروپايي ټولنې پولو ته د ځای رسولو هڅه کوي‌ ژوند د لاسه ورکوي. ددې مرګونو د مخنیوي‌ په خاطر مونږ مجبور یو چې د دریم ګړو هیوادونو سره ډیره قوي‌ همکاري پيل کړو.

د ویلو ده چې د تیرې چارشنبې په ورځ‌ د یونان سره په پوله کې د ترکیې د ایدرنې ولایت د ایسپالا ولسوالۍ د پاشاکوی په کلي‌ کې د ۱۲ تنو کډوالو مړي‌ چې د یخ له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو وموندل شول. وروسته پدې سیمه کې په ترسره شوو پلټنو کې د ۷ تنو نورو مړي‌ هم وموندل شول چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۹ تنو ته لوړه شوه.

د و نوموړو کډوالو نه یو تن ژوندی ژغورل شوی وو او ځان يي خوندي‌ ځای ته رسولی وو . د ژغورل شوي‌ تن په وینا دوی ۲۲ تنه وو چې د یوناني‌ ځواکونو لخوا نیول کیدو نه وروسته ترینه بوټان او جامې واخیستل شوې او لوڅې خپې او پرته د جامو يي په زور سره د ترکیې لورې ته راواړول.

ترکیې د یوناني‌ ځواکونو دا وحشت او ضد انساني‌‌ او ضد اخلاقي‌ کړنې په ډیره کلکه توګه وغندلې او د اروپآيي ټولنې نه ددې پيښې د څيړولو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه