په جرمني‌ کې پر پولیسو وسله وال برید شوی دی.

په جرمني‌ کې د لویې لارې پر پولیسو وسله وال برید شوی

1770747
په جرمني‌ کې پر پولیسو وسله وال برید شوی دی.

په جرمني‌ کې پر پولیسو وسله وال برید شوی دی.

د جرمني‌ په سویل لویدیځ کې د کایزرسلاوترن  ښار ته نږدې د کوزې په سیمه کې پر پولیسو چې  په لویه لاره کې کنټرول کولو وسله وال برید شوی دی.

د کایزرسلاوترن د ښار پولیسو د رسمي‌ ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې د کوزې په سیمه کې په لویه لاره کې په پولیسو چې کنټرول يي کولو وسله وال برید شوی . په برید کې یو تن نارینه او یوې ښځینه پولیسې په ګډون دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او برید کوونکی د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی.

د تښتیدلي‌ برید کوونکي‌ د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل شوي‌ دي.

پولیسو د سیمې خلکو نه  د برید کوونکي‌ په نیولو کې د پولیسو سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده .

د برید په اړه تحقیقات هم پيل شوي‌ دي. ویل کیږي‌ برید په ۴ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوی دی.


پيوندونه: #برید , #پولیس , #جرمني

اړوند خبرونه