روسیه : په سیمه کې جګړه نه غواړو خو لویدیځ ته هم اجازه نه ورکوو چې د روسیې ګټې نادیده ونیسي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې روسیه د اوکراین سره جګړه نه غواړي خو اجازه هم نه ورکوي چې په ګټو يي سترګې پټې شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې روسیه د اوکراین سره جګړه نه غواړي خو اجازه هم نه ورکوي چې په ګټو يي سترګې پټې شي.
لاوروف وویل چې د ناټو او امریکا سره د امنیتي ضمانتونو په اړه مذاکرات پایته ندي رسیدلي.
لاوروف دا څرګندونې د روسیې د ۴ مهمو راډیويي ستیشنونو سره په ګډه مرکه کې وکړې. هغه وویل که چیرې دا مسئله د روسیې پورې تړاو ولري خو هیڅکله به هم جګړه رامنځته نشي ځکه چې روسیه د جګړې غوښتوونکې نده. ددې سره سم روسیه به هیڅکله هم لویدیځ ته اجازه ورنکړي چې زمونږ پر ملي ګټو سترګې پټې کړي.
هغه وویل چې د ناټو او امریکا سره د امنیتي تضمینونو پر سر مذاکرات پایته رسیدلي ندي. روسیه به خپلې رسمي غوښتنې یو ځل بیا ولیږي او ددې پوښتنه به وکړي چې ایا لویدیځ څه ډول د امنیت په اړه خپل تعهدات او مکلفیتونه پر ځای کوي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.