کروشیا : د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې پیلیدو په صورت کې به د ناټو سازمان نه جلا شو

د کروشیا  ولسمشر زوران میلادنویچ خبرداری ورکړ چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د نښتې په صورت کې به د ناټو سازمان د غړیتوب نه ووځي.

1768553
کروشیا : د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې پیلیدو په صورت کې به د ناټو سازمان نه جلا شو

د کروشیا  ولسمشر زوران میلادنویچ خبرداری ورکړ چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د نښتې په صورت کې به د ناټو سازمان د غړیتوب نه ووځي.

هغه وویل چې د کروشیا وسله وال ځواکونه به د ناټو سازمان ټول غړیتوبونه پریږدي او د ناټو نه به جلا شي.

د کروشیا ولسمشر دا څرګندونې په پلازمینه زاګرب کې د یوې فابریکې د پرانیستو د پرانیستو پر مهال وکړې. هغه د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د نښتې په صورت کې به د کروشیا رول او دریځ څه وي؟ داسې وویل ،

که چیرې مسئلې ته دقت وکړو دلته حقیقي‌ پړ شتون نلري خو دا خبره ډیره د ورا څرګنده ده چې څوک به ډیر زیات زیان وویني. د همدې امله کروشیا حکومت او پوځ پداسې یوه جګړه کې ګډون نکوي‌ او نه غواړي‌ چې ددې جګړې طرف شي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې په سیمه کې د کروشیا نه اضافه ځواکونه وغوښتل شي‌ څه ډول اقدام به وکړۍ؟ وویل ، د کروشیا د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په صفت ددې جګړې طرف ونه ګرځو. خپل ټول ځواکونه به د ناټو سازمان نه وباسو. زه نه غواړم چې په سیمه کې د کروشیا ځواکونه میشت شي.

هغه وویل چې زمونږ دا تصمیم د روسیې او یا اوکراین سره کوم تړاو نلري. ددې تصمیم یواځنی لامل په امریکا د جو بایدن حکومت  د داخلي‌ سیاستونو پورې اړه لري.

هغه وویل چې اوکراین د ناټو سازمان غړی ندی. دا هیواد د اقتصادي‌ پلوه هم ورځ په بله وروسته پاتې کیږي. اوکراین د وروسته پاتو هیوادونو په کتار کې داخل شوی دی



اړوند خبرونه