د امریکا یوې اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو یوې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په ارام اقیانوس کې سقوط وکړ.
1768296
د امریکا متحده ایالتونو یوې اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په ارام اقیانوس کې سقوط وکړ.
الوتکه په سویلي چین سمندر کې په ( یو اس اس کارل وینسن ) الوتکو انتقالوونکې کښتۍ کې د کیناستو پر مهال سمندر ته لویدلې ده .
په سویلي چین سمندر کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې ددوې یوې اف ۳۵ ډوله الوتکې د الوتکو انتقالوونکی کښتۍ کې د کیناستو پر مهال سقوط وکړ. د الوتکې پيلوټ روغ رمټ ژغورل شوی دی خو پدې پيښه کې ۷ تنه پرسونل ټپیان شوي دي.
د ټپیانو روغتیایي حالت هم د انديښنې وړ ندی.
د پیښې ټپیان د تداوۍ په خاطر د فیلیپین د مانیلا ښار ته استول شوي دي. د پيښې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .