مسیحیانو پخواني‌ روحاني‌ مشر په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې په اړه اعتراف وکړ

د کاتولیک مسیحیانو پخواني‌ روحاني‌ مشر ۱۶ م پاپ بیندکټس  په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیريو او ځورونې  په اړه اعتراف وکړ.

1767645
مسیحیانو پخواني‌ روحاني‌ مشر په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې په اړه اعتراف وکړ

د کاتولیک مسیحیانو پخواني‌ روحاني‌ مشر ۱۶ م پاپ بیندکټس  په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیريو او ځورونې  په اړه اعتراف وکړ.

هغه وویل چې د جرمني په کاتولیک کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او استثمار په اړه ورکړي‌ بیانات حقیقت نه درلود چې د همدې امله د ټولو نه بښنه غواړي.

د کاتولیک نړۍ پخواني‌ روحاني‌ مشر پاپ شپاړلسم بیندکټس چې د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۲ کلونو ترمنځه  د جرمني‌ د مونیخ کلیسا د اسقف اعظم په توګه دنده ترسره کړې ده دا څرګندونې د  کاتولیک خبري اژانس ته کړي‌ دي.

هغه د جنوري‌ په شلمه نیټه د خپور شوي‌ راپور نه وروسته د خپل ځانکړي‌ سکرتر جورج ګانسوین په ذریعه په خپور کړي‌ بیان کې اعتراف کړی دی چې په کاتولیک کلیسا کې  پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې په اړه کړي‌ بیانات حقیقت نلري او د ټولو نه د بښنې غوښتنه کړې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې تیر ناسم بیانات يي د بد نیت له امله ندي‌ کړي‌ بلکې پدې برخه کې یوه اشتباه شوې ده.

ددې اشتباه له امله ډیر خواشینی دی او د ټولو نه د بښنې غوښتنه کوي.

د ویلو ده پاپ شپاړلسم بیندکټس په ۱۹۸۰ کال کې کله چی د اسقف اعظم په توګه دنده ترسره کوله په کلیسا کې په یو  راهب  پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې  تورونه ټول رد کړ. هغه ته د راهب لخوا پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې په اړه پوره معلومات ورکړ شوي‌ وو خو ددې سره سره يي پدې سترګې پټې کړې او وویل چې داسې کومه خبره شتون نلري.

د جرمني‌ د مونیخ د ښار د یو حقوقي‌ شرکت د حقوقي‌ متخصصینو لخوا د ترسره شوو تحقیقاتو په اړه په خپور شوي‌ راپور کې ویل شوي‌ دي‌ چې د ۱۹۴۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه د مونیخ په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌‌ او ځورونې ۴۹۷ واقعې رامنځته شوي‌ دي.

د کلیسا هغه راهبان او کارکوونکي  چې پر ماشومانو د جنسي‌ تیري‌ او ځورونې په تور تورن وو په مقابل کې هیڅډول کوم اقدام ندی شوی او برعکس دندو ته يي دوام ورکړی دی.

په راپور کې راغلي‌ دي‌ چې جنسي‌ تیري‌ او ځورونې د قربانیانو نه ۲۴۷ تنه هلکان او ۱۸۲ تنه نجوني‌ دي. همداشان ۶۸ تنو ماشومانو هویت تثبت شوی ندی.

ددې قربانیانو عمرونه د ۸ او ۱۴ کلونو ترمنځه دي. نوموړو متخصصینو ویلي‌ دي‌ چې ماشومان د ۱۷۳ تنو راهبانو  او ۹ تنو د کلیسا د کارکوونکو په ګډون ۲۳۵ تنو لخوا  جنسي‌ پلوه  ځورول شوي‌ دي.

دا لومړی ځل ندی چې د کاتولیک کلیسا راهبانو پر ماشومانو د جنسي‌ تیریو او ځورونې په تور تورنیږي.

 



اړوند خبرونه