د ارمنستان ولسمشر ارمن سرکسیان له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ارمنستان ولسمشر استعفا وکړه

1767173
د ارمنستان ولسمشر ارمن سرکسیان له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ارمنستان ولسمشر ارمن سرکسیان له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ارمنستان ولسمشر د بیان په خپرولو ویلي دي چې هیواد  د ډول ډول سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او ددې ستونزو سره د مبارزې لپاره د لازم وسایل نلري.

هغه ویلي دي چې د ولسمشر په توګه د کورنیو او بهرنیو ستونزو د حل په خاطر د هیواد د اساسي قانون له مخې لازم قدرت خاوند ندی. ځیني سیاسي  ګوندونه او ډلې ددې ستونزې له امله پر دې او د هغه په کورنۍ نیوکې کوي.

هغه ویلي دي چې " دې ستونزو او مشکلاتو راته په روغتیايي وضعیت ډیرې بدې اغیزې کړي، د اوږدې مودې فکر کولو نه وروسته مې د ولسمشرۍ د دندې نه د استعفا کولو پریکړه وکړه. دا پریکړه مې د احساساتو له مخې نه بلکې د منطق له مخې وکړه."

د ویلو ده چې د ارمنستان ولسمشر چې په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی وو د دندې موده يي په ۲۰۲۵ کال کې پوره کیده.



اړوند خبرونه