د بورقینا فاسو ولسمشر د یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو لخوا یرغمل شوی دی
د بورقینا فاسو ولسمشر روچ کریستین کابوره د یوې ډلې بغاوت کوونکو سرتیرو لخوا یرغمل شوی دی.
د بورکینا فاسو ولسمشر روچ کریستین کابوره د یوې ډلې بغاوت کوونکو سرتیرو لخوا یرغمل نیول شوی دی.
د بورکینا فاسو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې هیواد په پلازمینه کې سنګولا لامیزنا په پوځي کمپ کې د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.
همداشان یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو ولسمشر کابوره یرغمل نیولی دی.
ویل کیږي ډزې پلازمینه کې د مرکزي زندان ترڅنګ په پوځي کمپ کې چیرته چې د ۲۰۱۵ کال د پوځي ناکامې کودتا مسئولین زنداني دي پيل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي سرچینو او یو ډیپلوماتیکي سرچینې له قوله ویلي دي چې دا پیښه د د یکشنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د ولسمشر د استوګنې د ځای په شاوخوا کې د درندو ډزو غږونو اوریدو نه وروسته هغه د یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو لخوا یرغمل نیول شوی دی.
تیره ورځ هم ددې هیواد په ځینو پوځي کمپونو کې د ډزو غږونه اوریدل شوي وو. ځینو برخو د کودتا ادعاء کړې وه خو حکومت دا ادعاء رد کړې وه.