په  سور صلیب نړۍوالې کمیټې  ستر سایبري‌ برید شوی دی.

د سور صلیب نړۍوالې بانکې د معلوماتو په بانک د سایبري‌ بریدونو له امله د ۵۱۵ زرو تنو قرباني‌ او بې دفاع کسانو شخصي او محرم معلومات غلا شوي‌ دي

1766335
په  سور صلیب نړۍوالې کمیټې  ستر سایبري‌ برید شوی دی.

په  سور صلیب نړۍوالې کمیټې  ستر سایبري‌ برید شوی دی.

د سور صلیب نړۍوالې کمیټې په خپلې رسمي ویبپاڼه کې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې ددې سازمان د محرمو معلوماتو په بانک سایبري‌ برید شوی او د ۵۱۵ زرو تنو بې دفاع انسانانو محرم معلوم پټ شو‌ي‌ دي.

ویل کیږي‌ د صور صلیب نړۍوالې کمیټې دا پټ او محرم معلومات په سویس کې د معلوماتو د بانک نه غلا شوي‌‌ دي.

سور صلیب په نوموړو هکرانو چې ددوې محرم معلومات يي غلا کړي‌ دي‌ غږ کړی دی چې  په انټرنټ کې د غلا کړو معلوماتو د نشرولو نه ډډه وکړي.

سور صلیب ویلي‌ دا په ټوله نړۍ کې ددوې د ۶۰ مرکزونو او سرې میاشتې د ټولنو لخوا راټول شوي‌ معلومات دي.

سور صلیب د هکرانو نه غوښتنه کړې ده چې په انټرنټ کې ددې معلوماتو د نشرولو، یا په نورو د پلورولو په صورت کې په سلګونو زره تنه بې ګناه او بې دفاع انسانان افشاء کړي‌ او دوی ته د ستر زیان رسولو لامل به وګرځي.

د سور صلیب کمیټې مشر روبیرت ماردیني  وویل چې دا سایبري‌ برید دم ګړۍ هغه محتاج انسانان چې بې دفاع کسان دي‌ ژوند د خطر سره مخامخوي.

هکرانو ددې کسانو نومونه، د استوګنځایونو او اړیکو شمیرو پورې ټول معلومات غلا کړي‌ دي. همداشان هکرانو د سور صلیب د نورمال او رضاکاره ۲۰۰۰ تنو پرسونل شخصي‌ او محرم معلومات هم غلا کړي‌ دي.

همداشان ددې سایبري‌ برید له امله د جګړې او طبعي‌ ناورینونو له امله د یو بل نه د جلا شوو کورنیو غړیو د ثبت او راجستر په خاطر جوړ شوی ریستورنګ فامیلي لینکس په نامه پروګرام هم غیرې فعاله شوی دی.



اړوند خبرونه