پنټاګون د کابل کې د ملکي وګړو پر کور د ډرون برید ویدیو خپره کړه
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په کامله توګه د وتو په وروستیو ساعتونو کې په کابل کې په یو کور د بې پیلوته الوتکې سره د ترسره کړي برید ویدیو خپره کړه.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په کامله توګه د وتو په وروستیو ساعتونو کې په کابل کې په یو کور د بې پیلوته الوتکې سره د ترسره کړي برید ویدیو خپره کړه.
د ویلو ده چې پدې پیښه کې لسو تنو ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی وو چې ډیری ماشومان وو.
د ویلو ده چې دا ویدیو د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بیان د ازادۍ د قانون په اساس د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندانۍ نه ترلاسه کړې ده . نیویارک ټایمز لومړی ددې پیښې ځیني عکسونه د خپلې ویبپاڼې له لارې نشر کړي وو.
د ویلو ده چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۹ مه نيټه په کابل کې په یو کور د ډرون الوتکو سره برید وکړ چې په نتیجه کې لسو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا لومړی ددې برید نه دفاع وکړه خو وروسته چې کله حقیقت معلوم شو ددې پیښې نه يي د یوې غمجنې تیروتنې په توګه یادونه وکړه.
پدې ۲۵ دقیقه يي فلم کې چې نیویارک ټایمز يي په اړه راپور ورکړی دی دوه ډرون او کیو ۹ ریپر ډوله ډرون الوتکې د پيښې شیبې ښايي. د برید نه مخکې او وروسته ټولې صحنې پدې ویدیو کې ښودل شوي دي. پدې ویدیو کې ښکاري چې د څو شیبې مخکې ملکي وګړي د هغه کور په شاوخوا کې چې برید پرې کیږي ګرځي.
خو امریکايي ځواکونو ددې سره سره د یو کور په انګړ کې په ولاړ موټر برید وکړ چې په نتیجه کې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پنټاګون تیر کال ددې پیښې په اړه په څیړونو کې دا وموندله چې دا برید ستره تیروتنه وه . خو پنټاګون اعلان وکړ چې ددې برید په اړه به هیڅوک مجازات نشي. د پنټاګون دې څرګندونو د امریکا د کانګرس د بشري حقونو د ډلو غصه وپاروله.