په بنګلادیش کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
په بنګلادیش کې د روهینګیايي مسلمان کډوالو په کمپ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

په بنګلادیش کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د بنګلادیش یو تن چارواکي محمد نعیم الحق ویلي دي چې د کوکس بازار په سیمه کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې ارولګیدنه رامنځته شوې ده په نتیجه کې ۲۹ خیمې سوځیدلي دي.
د هغه په وینا اورلګیدنه د سهار په پنځو بحو پيل شوه. د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته پولیسو او د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې . د اور وژنو ډلو د یو ساعت هلو ځلو په نتیجه کې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغله .
هغه ویلي دي د خوښۍ ځای دادی چې پدې پيښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
هغه ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې ۲۹ خیمې په کامله توګه سوځیدلي دي. د اورلګیدنې لامل معلوم ندی په اړه یي تحقیقات دوام لري.
محمد نعیم الحق وویل چې له نیکه مرغه چې د پيښې د ځای تر څنګ د اوبو ذخیرې شتون درلود. که چیرې په خپل وخت مداخله نوی شوی کیدای شو چې دې اورلګیدنې هم د تیرې اورلګیدنې په څیر په زرګونو خیمې سوځولي وی او کډوالو يي بې کوره کړي وی.
هغه وویل دا چې د کډوالو په کمپ کې وخت نا وخته اورلګیدنې رامنځته کیږي ځینې پوښتنې پيدا کړي دي چې په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې د تیر کال د مارچ په میاشت کې د کوکس بازار په سیمه کې د روهینګیايي کډوالو په کمپ کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې په نتیجه کې ۱۵ زره خیمې او موقتي سرپناه ګانې سوځیدلې وې او ۲۸ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو. په لسګونو تنه نور ټپیان شوي وو.