په نیویارک کې چاودنې ګنشمیر کسان ټپیان کړي

د نیویارک د برونکس په سیمه کې په یو درې پوړیزه ودانۍ کې چاودنه شوې

1764701
په نیویارک کې چاودنې ګنشمیر کسان ټپیان کړي

د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ښار کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د نیویارک ښار پولیسو ویلي دي‌ چې د برونکس په سیمه کې په یوې درې پوړیزه ودانۍ کې د ګازو  د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو نه ۴ تنه ملکي‌ وګړي‌ او پنځه تنه پولیس دي.

چارواکیو ویلي دي‌ چې د ټپیانو نه د یوې ۸۲ کلنې میرمنې روغتیايي حالت ښه ندی.

دا پیښه د جنوري‌ په ۱۸ مه نیټه د سهار د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .

پیښه د یو درې پوړیزه ودانۍ په یو استوګن واحد کې رامنځته شوې ده .


پيوندونه: #چاودنه , #نیویارک

اړوند خبرونه