په تګزاس کې د یهودانو د برمته کوونکي هویت اعلان شو

د امریکا پولیسو د هغه سړي‌ نوم  چې د تګزاس  په ایالت کې په د یهودانو په عبادت خانه کنیسه کې ګنشمیر یهودانو برمته کړي‌ وو او د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو نوم اعلان کړ.

1763417

پولیسو ویلي دي د یهودانو برمته کوونکي‌ د انګلستان وګړی ملک فیصل اکرم نومیږي‌ او ۴۴ کلن عمر کلن وو.

د پولیسو په وینا نوموړی د پولیسو سره په نښته کې لږ تر لږه لس ساعته يي دوام وکړ ووژل شو.

پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د خالي‌ په ورځ د سهار په ۱۰ بجو او ۴۱ دقیقو دوی راپور ترلاسه کړ چې یو تن د بیت اسرائیل په نامه د یهودانو یو عبادت ځای ( کنیسه ) ته د ننوتولو نه وروسته ۴ تنه یهودانو برمته کړي‌ دي.

دا پيښه د تګزاس ایالت د کولیویل په سیمه کې رامنځته شوې وه.

د کولیویل د ښار د پولیسو مشر مایکل ملر خبري رسنیو ته وویل چې د پيښې ځای ته ځانګړي‌ ځواکونه واستول شول او د یرغملګر سره يي په خبرو پيل وکړ. یرغملګر د مازیګر د ۵ بجو په شاوخوا کې یو تن برمته کړی کس خوشې کړ.

هغه وویل که چیرې په پیښه کې مسلکي‌ کسانو مداخله نوې کړی او یرغملګر سره خبرې نوې شوې کیدای شو چې  یوې فاجعې سره مخامخ شوی وای.

هغه وویل چې برید کوونکی وروسته  د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. برمته شوي‌ کسان ټول روغ رمټ وژغورل شول.

پيوندونه: #کنیسه , #تګزاس , #امریکا

اړوند خبرونه