شمالي کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې  د دریم ځل لپاره توغندی وازمایه.

شمالي‌ کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې د دریم توغندي‌ د ازمایلو سره امریکا او نړۍوالې ټولنې ته ښکاره میدان وډبو

1762532
شمالي کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې  د دریم ځل لپاره توغندی وازمایه.

شمالي کوریا د یوې اوونۍ په دننه کې  د دریم ځل لپاره توغندی وازمایه.

سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز نن جمعه د جنوري ۱۴ مه نیټه وویل چې شمالي‌ کوریا نن یو ځل بیا یو ناپیژندل شوی توغندی توغولی دی. دا د یوې اوونۍ په دننه کې د شمالي‌ کوریا لخوا ازمایل شوی دریم توغندی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې  دا توغندی کم واټنه وو او په لوی احتمال سره چې بالستیک توغندی وي.

د بله پلوه د جاپان د دفاع وزترت او سمندري‌ ګارډ ځواکونو شمالي‌ کوریا نن یو ځل بیا یو توغندی ازمایلی دی چې ګمان کیږي‌ بالستیک توغندی وي. جاپان د ختیځ سمندر، ختیځ چین سمندر او آرام سمندر کې خپلو ټولو کښتیو ته خبرداری ورکړی دی.

سویلي کوریا ویلي دي‌ چې د توغندي‌ ډول او واټن تر اوسه پورې معلوم ندی او پوځي متخصصین  د توغندي‌ د ډول او واټن د معلومولو په اړه کار کوي.

د ویلو ده چې شمالي‌ کوریا پداسې حال کې دا دریم توغندی وازمایه چې د تیرې چارشنبې په ورځ د امریکا د خزانې وزارت ددې هیواد په ۶ تنو چې د بالستیک او کتلوي‌ وژنو د توغندیو د پروګرام نه پر ملاتړ تورن کړي‌ وو بندیزونه ولګول.

شمالي کوریا د امریکا ددې اقدام پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او وویل که چیرې امریکا دا ډول چلند ته دوام ورکړي‌ دوی اړ کیږي‌ چې لا سخت ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې شمالي‌ کوریا د ۲۰۲۲ کال لومړنی توغندی د جنوري‌ په ۶ مه نیټه وازمایه. همداشان دویم توغندی د جنوري‌ په لسمه نیټه او دریم توغندی په ۱۴ مه نیټه یعنې نن وازمایه.

پداسې حال کې چې شمالي‌ کوریا مخکیني‌ توغندي‌ د سهار په وختي‌ ساعتونو کې ازمایښت کړي‌ وو خو نن يي بیا د ورځې په نیمايي کې دا ازمایښت ترلاسه کړ. کارپوهانو ددې خبرې نه د شمالي‌ کوریا لخوا نړۍ ته د خپل طاقت د په نندارې ته د وړاندې کولو په توګه یادونه کړې ده .



اړوند خبرونه