د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۳۰ کلیزې په ویاړ د الهام علیوف پيغام
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د ۳۰ کلیزې په مناست ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پيغام رالیږلی دی.
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د ۳۰ کلیزې په مناست ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پيغام رالیږلی دی.
عليوف په راستولي پیغام کې د جنوري ۱۴ مه نیټه د اذربایجان او ترکیې ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د ۳۰ کلیزې له امله ترکیې ولسمشر ښاغلي ولسمشر اردوغان او ترک ملت د زړه له کومې مبارکي ویلې ده .
د ویلو ده چې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړوند بڼسټ د ۱۹۹۲ کال د جنوري په ۱۴ مه نیټه کیښودل شو.
علیوف ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اذربایجان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو تاسیس د اذربایجان په تاریخ کې یوه ډیره مهمه ورځ او پیښه ده.
په پيغام کې راغلي دي چې اذربایجان په شلمه پیړۍ کې د دویم ځل لپاره د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته ترکیه لومړنی هیواد وو چې د اذربایجان خپلواکي په رسمیت وپیژنده او سمدلاسه ورسره ډیپلوماتیکي اړیکې تاسیس کړې. د اذربایجان خلک به د ورور او دوست هیواد ترکیې دا اخلاص او ورورولي هیڅکله هم هیر نکړي او دا خبره به تر ابده پورې د هر چا په ذهن کې ژوندۍ پاتې شي.
هغه ویلي دي چې پدې وروستیو کې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په اړیکو کې د رامنځته شوې ودې او پرمختګ له امله افتخار کوي. دواړه هیوادونو پدې اړه تاریخي امتحانونه په ډیر هسکه غاړه او افتخار سره سرته رسولي دي .
ترکیه او اذربایجان یو ملت او دوه جلا دولتونه دي.
هغه ویلي دي چې د ترکیې او اذربایجان د خلکو ترمنځه د ورورولۍ او اتحاد اړیکې پيړیو پیړیو ته رسیږي. همداشان د دواړو هیوادونو د دولتونو ترمنځه هم د قوي بڼسټ د پاسه جوړوې شوي ډیر قوي او پياوړې اړیکې شتون لري .
همداشان د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې په شوشا ښار کې لاسلیک شوي تړون سره د ترکیې او اذربایجان ترمنځه اړیکې لا پسې قوي کړي او پیاوړې کړي دي. دا ګام زموږ د نه شلیدونکو اړیکو د لا پياوړي کولو په لاره کې یو ډیر مهم ګام وو.
علیوف پدې پيغام کې ولسمشر اردوغان ته په خطاب کې لیکلي دي " د اذربایجان او ترکیې ترمنځه دوستي او ورورولي چې په نړۍ کې ساری نلري ددې اړیکو او یووالي په پیاوړتیا کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه سترې کیدونکې خدمات د قدر وړ دي او ډیر قیمتي دي. د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا نه د دفاع په برخه کې ستاسې غوڅ او قوي عزم او زمونږ د پر حق دعوا نه پرته د تردد نه ستاسې قوي ملاتړ تل مونږ ته مورال او قوت رابښلی دی. د اذربایجان خلک به د قره باغ د ۴۴ ورځنۍ وطن جکړې د لومړنیو شیبو نه تر وروستۍ شیبې پورې ستاسې او د ترکیې جمهوریت او ورور ترک ملت معنوي ملاتړ هیڅکله هم هیر نکړي. نن ورځ په هغه سیمو کې چې د اشغال نه ژغورل شوي دي د ترکیې سره په ګډه د بیارغونې د چارو ترسره کول مونږ ته افتخار راپه برخه کړی دی. مونږ هم تل او پرته د قید او شرط نه د ورور هیواد ترکیې نه ملاتړ ته دوام ورکوو او ترڅنګ يي ولاړ یو."
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه