روسیې د اوکراین سره په پوله کې سترې پوځي تمرینات پيل کړل

روسیې د اوکراین سره په پوله کې د څه باندې ۱۰۰۰۰ زرو تنو سرتیرو په ګډون پوځي تطبیقات پيل کړل.

1762142
روسیې د اوکراین سره په پوله کې سترې پوځي تمرینات پيل کړل

 روسیې د اوکراین سره په پوله کې د څه باندې ۱۰۰۰۰ زرو تنو سرتیرو په ګډون پوځي تطبیقات پيل کړل.

د روسیې د دفاع وزارت اړوند د سویلي پوځي سیمې لخوا  په خپور شوي بیان کې ویلي دي چې  پدې تطبیقاتو کې د هیواد د سویلي برخو سربیره د تورې بحیرې او خزر په سیمو کې میشتو ځواکونو هم  ګډون کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د څه باندې لسو زرو تنو پوځیانو په ګډون به د ولګوګراډ، استراخان، ستاوروپول او کرانسنودر په سیمو کې به تطبیقات ترسره شي. پدې تطبیقاتو کې به ټاکتیکي ډلې د توپچي ځواکونو پر وړاندې مقامت ، د هوايي او سنایپر په ګډون په یو زیات شمیر کشفي او تعرضي برخو کې د نوو تاکتیکونو او سیستمونو په اړه به کار وشي. پوځیان به نوي ټاکتیکونو زده کړي .

د ویلو ده چې تیره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د روسیې او ناټو ترمنځه د اوکراین د مسئلې په اړه د موجود تاوتریخوالي په اړه غونډه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو د نوموړې غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې د ناټو سازمان نه د امنیتي مسایلو په اړه د روسیې وړاندیزونو ته د غوڅ ځواب ورکولو انتظار لرو.



اړوند خبرونه