په سویډن کې یوه غیرې قانوني کډواله او مجرمه د لومړۍ وزیرې په کور کې ونیوله شوه
په سویډن کې یوه ۲۵ کلنه غیرې قانوني کډواله چې د پولیسو لخوا لټول کیده د لومړۍ وزیرې په کور کې ونیول شوه.
په سویډن کې یوه ۲۵ کلنه غیرې قانوني کډواله چې د پولیسو لخوا لټول کیده د لومړۍ وزیرې په کور کې ونیول شوه.
د سویډن پولیسو د تیر کال د دسمبر په ۲۱ مه نيټه د لومړۍ وزیرې د کور امنیتي زنګ په غلطۍ کې د زنګ وهلو نه وروسته په کور چاپه واچوله. پولیس د لومړۍ وزیرې په کور کې د یوې ۲۵ کلنې کډوالۍ سره چې اوسیدو رسمي اسناد يي هم نه درلودل مخامخ شول. نوموړې غیرې قانوني کډوالۍ د لومړۍ وزیرې په کور کې د خدمې په توګه کار کولو.
د سویډن د ایکسپرس ورځپاڼې د خبر له مخې نوموړې ۲۵ کلنې غیرې قانوني کډوالۍ په سویډن کې د کډوالۍ لپاره مراجعه کړې وه خو د کډوالۍ غوښتنه يي رد شوې وه. همداشان هغه د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې د یوې مغازې نه د غلا په تور نیول شوې وه چې وروسته په تیښته بریالۍ شوې وه.
پولیس د هغه نیټې نه راپدیخوا ددې ۲۵ کلنې غیرې قانوني کډوالۍ پسې ګرځیدل چې بالاخره د لومړۍ وزیرې په کور کې ونیوله.
د سویډن لومړۍ وزیرې اندرسن د پاک کارۍ د هغه شرکت پر خلاف چې ددې کور ته يي خدمه رالیږلي وو ډیر سخت غبرګون وښود.
لومړۍ وزیرې ویلي دي چې ددې شرکت سره قطع رابطه کړې ده .
د سویډن مخالفو ګوندونو ډیر سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې د لومړۍ وزیرې دا وضعیت د اندیښنې وړ دی. همداشان دې مسئلې د امنیت په اړه هم بحثونه پيل کړي دي.