د قزاقستان ولسمشر : په هیواد کې وضعیت په لویه پیمانه تر کنټرول لاندې راغلی

په قزاقستان کې په روانو تاوتریخوالي کې د وژل شوو امنیتي سرتیرو شمیره ۱۸ تنو ته لوړه شوه

1758728
د قزاقستان ولسمشر : په هیواد کې وضعیت په لویه پیمانه تر کنټرول لاندې راغلی

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف وویل چې په هیواد کې  روان وضعیت په لویه پیمانه تر کنټرول لاندې راغلی دی.

هغه ویلي دي چې په هیواد کې عامه نظم  تر ډیره برخه ټینګ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د قزاقستان ولسمشر توکایوف نن د دولتي تلویزیون له لارې ملت ته په خطاب کې وینا کوي.

د بله پلوه په قزاقستان کې په روانو مظاهرو کې د وژل شوو امنیتي سرتیرو شمیره ۱۸ تنو ته لوړه شوه.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په هیواد کې په روانو پیښو کې د وژل شوو امنیتي سرتیرو شمیره ۱۸ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې په قزاقستان کې د نفتو د بیې د لوړیدو له امله د جنوري په دویمه نیټه د هیواد په لویدیځو برخو کې مظاهرې پیل شوې چې په لنډه موده کې ټول هیواد ته وغځیدې.

همداشان په لنډه موده کې دا مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې او د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښتې وشوې.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د روان تاوتریخوالي او شدت عاملین ۲۶ تنه برید کوونکي  له منځه وړي دي.

همداشان دا کسانو په وسلو سمبال وو. قزاقستان کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ټول هغه کسان چې وسلې پر مځکه کینږدي او تاوتریخوالي ته لمن ووهي له منځه به يي یوځي.


پيوندونه: #مظاهرې , #قزاقستان

اړوند خبرونه