شمالي کوریا داځل د نوي ډول هایپر سونیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
شمالي کوریا نوی ډول هایپرسونیک توغندی وازمایه
شمالي کوریا داځل د نوي ډول هایپر سونیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس پرون سهار نوموړي هیواد لخوا د ازمایل شي توغندي په اړه معلومات ورکړل.
شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي دي تیره ورځ د شمالي کوریا لخوا ازمایل شوی توغندی نوی ډول هایپرسونیک توغندی دی او ازمایښت هم ډیر بریالی وو.
په خبر کې راغلي دي چې د هایپرسونیک توغندیو پرله پسې بریالي ازمایښتونه د ځانګړي ستراتیژیک اهمیت نه برښمند دي او د دولت د وسله والو ځواکونو د مدرنیزه د چارو د ګړندي کولو سره مرسته کوي.
د بله پلوه د شمالي کوریا کارګر واکمن ګوند ته نږدې د رودونګ سینمون ملي ورځپاڼې د توغندي د ازمایښت پر مهال اخیستل شوي عسکونه نشر کړي دي.
همداشان یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې د کارګر واکمن ګوند په ډیر بریالیتوب سره ددې توغندي د ازمایښت له امله ډیره خوښي ښودلې ده.
د ویلو ده چې سویلي کوریا پرون ویلي وو چې شمالي کوریا د سهار په ۸ بجو او لسو دقیقو د جګانګ د سیمې نه د جاپان د سمندر پر لورې یو توغندی توغولی دی چې ګمان کیږي بالستیک توغندی وي. جاپان هم د شمالي کوریا لخوا ددې توغندي د ازمایښت په اړه خواشیني ښودلې وه.