د روسیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

امریکا یو ځل بیا د اوکراین په مسئله کې روسیې ته خبرداری ورکړ

1755040
د روسیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ویلو ده چې دواړو مشرانو پداسې حال کې ټیلیفوني خبرې وکړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې په ځانګړې توګه د اوکراین د مسئلې له امله ډیرې خړې دي.

د سپينې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دې ټیلیفوني خبرو څه باندې ۵۰ دقیقې دوام وکړ. د خبرو اصلي موضوع د اوکراین مسئله وه.

په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر بایدن پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې نه په اوکراین کې د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو غوښتنه وکړه.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې بایدن د روسیې ولسمشر ته په ډیره ښکاره توګه وویل چې د روسیې لخوا په اوکراین د هر ډول پوځي اقدام او یا یرغل په صورت کې به امریکا او متحدین يي روسیې ته ډیر سخت ځواب ورکړي.

بایدن ویلي دي چې د جنوري په لسمه نیټه د امریکا او روسیې ترمنځه پيلیدونکي  امنیتي مذاکرات او د ناټو او روسیې لخوا ترسره کیدونکي  مذاکرات ځانګړی اهمیت لري. دې مذاکراتو ته ډیر زیات اهمیت ورکوي.

د بله پلوه د روسیې کرملین ماڼۍ هم ددې ټیلیفوني خبرو په اړه بیان خپور کړی دی.

کرملین ماڼۍ ویلي دي چې ددې ټیلیفوني خبرو اصلي موضوع د دسمبر په ۷ مه نیټه د ولسمشر بایدن او ولسمشر پوتین ترمنځه ترسره شوي ویدیو کنفرانس لیدنه کې روسیې ته د ورکړ شوو امنیتي تضمینونو مسئله وه. همداشان ولسمشر پوتین ناټو او امریکا ته د وړاندې کړې مسودې په اړه په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل.

بایدن بیا وویل چې روسیه او امریکا په اروپا او ټوله نړۍ کې د استقرار د ټینګولو په برخه کې ځانګړی مسئولیت لري. د همدې امله واشنګټن د اوکراین په خاوره کې د وسلو د ځای په ځای کولو نیت او پلان نلري.

بایدن وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د تاوتریخوالي د کچې د لوړیدو په صورت کې به امریکا او اروپا پر روسیې ډیر پراخه او ستر اقتصادي بندیزونه وضع کړي. روسیې د بایدن په ځواب کې وویل چې دا به د امریکا او اروپا ستره اشتباه وي او دا خبره کیدای شي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پرې کیدو لامل وګرځي.

په بیان کې راغلي دي چې دا ټیلیفوني خبرې په عمومي ډول په صمیمي فضا کې ترسره شوې. دواړو مشرانو یو بل ته د نوي کال مبارکي وویله او همداشان په لوړه کچه د تماسونو د دوام په اړه سره په تفاهم ورسیدل.



اړوند خبرونه