د امریکا استخباراتو د یتم ماشومانو نه په روحي او رواني ازمایښتونو کې کار اخیستی دی

د امریکا متحده ایالتونو مرکزي استخباراتو تشکیلاتو  ( سي ای اې ) لخوا په ډنمارک کې په ترسره شوو رواني  او روحي ازمایښتونو کې د یتیمو ماشومانو نه د کار اخیستو ادعا‌ء شوې ده.

1754561
د امریکا  استخباراتو د  یتم ماشومانو نه په روحي او رواني ازمایښتونو کې کار اخیستی دی

د امریکا متحده ایالتونو مرکزي استخباراتو تشکیلاتو  ( سي ای اې ) لخوا په ډنمارک کې په ترسره شوو رواني  او روحي ازمایښتونو کې د یتیمو ماشومانو نه د کار اخیستو ادعا‌ء شوې ده.

د دانیش راډیو په نامه یو نشراتي ارګان  په یو مستند فلم کې ادعاء کړې ده چې د امریکا متحده ایالتونو مرکزي استخباراتو تشکیلاتو  ( سي ای اې )  د ۳۱۱ تنو ډنمارکي ماشومانو باندې روحي او رواني ازمایښتونه کړي دي. نوموړو ماشومانو باندې دول ډول روحي او رواني ظلمونه کړي دي.

پدې مستند فلم کې د پر وینیک په نامه یو تن ویلي دي چې په ماشومتوب کې د امریکا د استخباراتو پدې روحي او رواني ازمایښتونو کې ګډون کړی دی. هغه ویلي دي چې پدې ازمایښتونو کې به يي د یو برقي څوکۍ پورې تړل او په زور سره به پرې لوړ غږ اوریدل کیده.

هغه ویلي دي چې دا ازمایښتونه په ۱۹۶۰ کلونو کې پيل شوي وو. دا ازمایښتونه به د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګ کې د مونیسیپل په نامه د روغتون په زیرزمیني کې ترسره کیدل.

پدې مستند فلم کې ویل شوي دي چې پدې ازمایښتونو کې ددې ماشومانو نه د استفادې په خاطر د هغوې نه هیڅډول پوښتنه نه کیده او رضا به نه اخیستل کیده. ماشومان به په چل او فریب سره راوړل کیدل.

ددې ازمایښتونو هدف ایا ماشومانو د روحي او رواني ځانګړتیاوو خاوند دي او که نه معلومول وو.

پر وینیک  وویل چې ډیر ځورونکي ازمایښتونه وو. هغه وویل چې دا یواځې زما کیسه او یادونه ندي  بلکې د یو زیات شمیر ماشومانو د ژوند کیسه او یادونه دي.

پدې مستند فلم کې د وینیک او ملي ارشیفونو له قوله ویل شوي دي چې د سي ای اې دا پروژه  د امریکا د روغتیايي خدماتو لخوا تمویل کیده.

هغه ویلي دي چې د ازمایښتونو پر مهال او یا د پایته رسیدو نه وروسته ماشومانو ته دا نه ویل کیدل چې ددې ازمایښتونو هدف څه دی. همداشان په ۱۹۷۷ کال کې یو تن ډنمارکي روحي او رواني ډاکټر فاینډ شولسینګر ددې ازمایښتونو نتیجې په خپل تیز کې نشر کړې وې.



اړوند خبرونه