په میانمار کې حکومتي ځواکونو ستر قتل عام کړی
د بشري حقونو د یوې سیمه ییزې ډلې او رسنیو د راپورونو له مخې، په میانمار کې د حکومتي ځواکونو له خوا د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان په ډزو وژل شوي او وروسته د هغوی جسدونه سوځول شوي دي.

د بشري حقونو د یوې سیمه ییزې ډلې او رسنیو د راپورونو له مخې، په میانمار کې د حکومتي ځواکونو له خوا د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډېر کسان په ډزو وژل شوي او وروسته د هغوی جسدونه سوځول شوي دي.
د کارني په نامه د بشري حقونو ډلې ویلي چې دوی د کرسمس په ورځ د هیواد ختیځ لوري ته پروت د کایا ایالت په هپروسو ښارګوټي کې د مو سو کلي ته نږدې سوځیدلي جسدونه وموندل.
ماشومان وژغورۍ په نامه خیریه ټولنې چې په انګلستان کې تاسیس شوی، ویلي چې د دوی دوه کارکوونکي هم ددې پيښې ښکار شوي او لادرکه دي.
خیریه ټولنې وویل، ددوې دا دوه تنه کارکوونکي په نږدې ټولنه کې د بشردوستانه کارونو ترسره کولو وروسته د رخصتیو لپاره کور ته روان وو.
ددې سترې فاجعې عکسونه چې ویل کیږي د کرسمس په ماښام ترسره شوې، په ټولنیزو رسنیو کې ویرل شوي دي او د میانمار واکمن پوځي جنتا، چې د فبروري په میاشت کې یې په کودتا کې واک ترلاسه کړ پر خلاف يي د خلکو سخته غوسه راپارولې ده .
هغه حسابونه چې دا عکسونه يي نشر کړي دي په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي، مګر عکسونه ښیې چې د سوځیدلو لاریو دننه لږترلږه ۳۰ کسان سوځیدلي پاتې دي.
یوه کلیوال چې د پېښې ځای ته ورغلی اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې قربانیان د میانمار د پوځ او ځايي ملېشو تر منځ له جګړې تښتېدلي وو چې د پوځیانو له خوا ونیول شول او ووژل شول.