د بلجیم په د دفاع وزارت سایبري بریدونه شوي‌ دي.

د بلجیم د دفاع وزارت په کمپیوټري‌ سیستم سایبري‌ بریدونه شوي

1750332
د بلجیم په د دفاع وزارت سایبري بریدونه شوي‌ دي.

 

د بلجیم د دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې ددوې د کمپوټر پر سیستمونو د هکرانو لخوا سایبري‌ بریدونه شوي‌ دي.

د بلجیم د دفاع وزارت ویاند ویلي‌ دي چې  د تیرې پنجشنبې پر ورځ ددوې په یو کمپیوتري‌ سیستمونو باندې چې د انټرنټ سره وصل دی سایبري‌ بریدونه شوي‌ دي.

د دفاع وزارت  متخصصینو ددې بریدونو د مخنیوي‌ او د بریدونو په نتیجه کې د رامنځته شوو ستونزې د حلولو په اړه کار کوي.

ویاند ویلي‌ دي چې دفاع وزارت د سایبري‌ بریدونو د مخنیوي‌ او امنیت د ټینګښت په خاطر په ډیره دقیقه توګه کار کوي.

ویاند ویلي دا لا معلومه نده چې دا بریدونه د چا لخوا شوي‌ دي.



اړوند خبرونه